د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

مزار شریف کې د برېښنا ستونزې


مزار ښاريان وايي، چې د ژمي په دې سړو شپو او ورځو كې د ژوند د نورو ناخوالو اوبې كارۍ ترڅنگ پرله پسې په ساعتونو، ساعتونو د بریښنا نشتوالي د دوي ستونزه لا زياتې كړه ده.

خلک د بلخ ولايت د بریښنا پرچارواكو نيوكه كوي، چې د برېښنا ویش یې په عادلانه توګه نه دی تنظیم کړی .

په ځینوسيمواو ماركيټونو په دوامدار توگه برېښنا شته. خو د ځینو سيمو او اپارتمانونو بریښناپه ورځو او ساعتونو بنده او خلك ورڅخه بې برخې وي.

د بلخ د بریښنا د حوزې مشرانجينر ناصرهم د مزار ښاريانو د بریښنا ستونزه مني، او وايي چې دغه ښار ۷۰ميگاواټ بریښنا ته اړتيا لري خو دوی دا مهال د۲۶ ميگاواټه بریښنا امكا نات لري.

اینجنر ناصر زیاتوي ، شبكه مو زړه ده د باران او واورې په اورېدو سره لينونه تخنیکي ستونزې پيدا كوي او د يوشمېر سيمو د اوسیدونكو نوبت سوځي.

نوموړی زياتوي، دوی د مزار ښاريانو د بریښنا د کموالي د ستونزو د هوارېدو په خاطر د اوبو او بریښنا وزارت په مرسته په بېلا بېلو مرحلو كې د بریښنا د دايمي كېدو كار كوي.


مزارښاريان د بریښنا د پرچاوی څخه شكايت كوي په داسې حال کې کوي، چې د بلخ د بریښنا مشر وايې، دوي د وارداتې بریښناه په خاطر ازبكستان هېواد ته د مياشتې يوه ميليون امريكايۍ ډالر كوي.

XS
SM
MD
LG