د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۹

شنبې ، د دیسمبر۱۲مه


نړېوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه بېلابېل مطالب خپاره کړي دي چې جان اقا الکوزي ورته کتنه کړې ده .

واشنګټن پوسټ:

دې ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کی افغانستان ته ولسمشر اوباما ستراتیژي د ملاتړ وړ ده تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یې راغلي:

د دې ستراتیژۍ په اړه د ځینو خلکو له اندېښنو سره سره، ولسمشر او د ملي امنیت مشاورینو یي ویلي په ستراتیژۍ کې له افغانستان څخه د امریکایی سرتېرو د ایستلو لپاره کومه ټاکلې نېټه نه ده په ګوته شوی.

ورځپاڼه لیکې،د امریکا د بهرنیو چارو وزېرې هیلری کلنټن د یکشنبې په ورځ په واضح ډول وویل، چې موږ له افغانستان څخه د وتلوپه کومې ستراتیژۍ او یا هم د ځواکونو د ظاهرې کمولو په اړه خبرې نه کوو.

واشنګټن پوست د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس خبرې هم راخیستي، چې وایی، په افغانستان کی د مسولیت سپارلو عملیه به د عراق په څېر، ولایت په ولایت او ولسوالۍ په ولسوالۍ تر سره شي او افغان ځواکونو ته به د امنیتې چارو د مسولیتونوسپارل په سېمه کی د پوځي قوماندانانو د ارزونې په اساس تر سره کیږي او پردی اړه به واشنګټن پریکړه نه کوي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه په مقالې کی پوښتنه کوي، چې ولې له اتو کلونو وروسته د امریکا متحده ایالات افغانستان ته نور ځواکونه استوي؟ په ځواب کې یې لیکي: په افغانستان کې د متحده ایالاتو هدفونه دادی، چې له افغانانو سره د حکومت داری، اقتصادي او امنیتي سیستمونو د جوړولو په کار کې مرسته وکړي تر څو دوی خپله راتلونکي په خپله وټاکي.

د ورځپاڼې په باور، له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه د ۲۰۰۶ کال تر نیمایی پورې په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي زیاتې بریاوې درلودې.

واشنګټن پوست وړاندې لیکي، نړېوالې ټولنې په اقتصادي ډګر کې له افغانستان سره د میلیارډونو ډالرو مرستې وکړې.

د دې هېواد اقتصاد په سلو کې لس وده کړې او د سړکونو په رغوولو سره خلکو ته امکانات برابر شوي، چې خپل مالونه مارکیټونو ته ورسوي.

خو په ۲۰۰۶ میلادي کال کې په افغانستان کې وضعه مخ په خرابېدو شوه.

ځان وژونکي بریدونه زیات شوي، اداري فساد او د نشه یي مواد کر اوج ته ورسید او په ولایتونو کې د مرکزي حکومت واک او اغیز کم شو.

د افغانستان امنیتي ځواکونه هم دومره غښتلي نه وو، چې د شخړو مقابله وکړي.

ګارډین:

په انګلستان کې خپریدونکي ګارډین ورځپاڼې د افغانستان په جګړې کې ریښتینې ونډه، تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او په یوې برخي کي یی لیکي، د ناټو له غړېو هېوادونو څخه د ولسمشر بارک اوباما د غوښتنې په ځواب کې شاوخوا پنځه ویشتو هېوادونو ژمنه وکړه، چې افغانستان ته به نور ځواکونه استوي.

خو جرمني او فرانسې، چې د اروپا دوه ستر هېوادونه دي او د واقعي بدلون راوستولو توان هم لري، افغانستان ته د نورو سرتېرو استولو وعده یي ونه کړه.

ګارډین ورځپاڼه لیکي، جرمني او فرانسه په یوه سخت حالت کې دي. دوي به یا افغانستان ته د نورو منابعو استولو په اړه د ناتو غوښتنه مني او یا به وایی، چې د افغانستان ماموریت ناکامه شوی، دا جګړه په زیات لګښت نه ارزي او خپلې پښې به سپکوي.

د ورځپاڼې په باور، جرمني او فرانسه باید، چې د خپلو ګټو د تامین لپاره لومړي حالت یا انتخاب ومني او افغانستان ته نور سرتیري باید واستوي.

ګارډین لیکي، فرانسه او جرمني باید ور په زړه کړي، چې دوي دواړو د ناټو له ټولو غړېوسره په یوه غږ د عراق د جګړې په خلاف، د افغانستان د ماموریت ملاتړ کړی و او دا مهال باید خپلې ژمنی عملي کړي او د افغانستان له جګړې څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG