د بريتانيا د دفاع وزير وايي، چې افغانستان ته د نورو نړيوالو سرتېرو د استولو يواځيني هدف دا دی، چې په دې هېواد كې سوله او ثبات ټنګ شي.
باب اينسورت، چې د پنجشنبي په ورځ يې په كابل كې له ا فغان سيال سره په يوې ګډې خبري غونډه كې خبري كولې وويل، چې د دې كال له پيل راهيستي له ا فغانستان سره د بريتانيا په مرستو او ژمنو كې زياتوالی راغلی، چې يو يې په افغانستان كې له اتو زرو څخه و تقريبا ۹۵۰۰ زرو ته د برتانوي سرتيرو زياتېدل دي.
د بريتانيا د دفاع وزير وويل، چې د بهرنيو سرتيرو په زياتېدو سره به د افغانستان په هغو برخو كې هم امنيت ټينګ شي، چې اوسمال په كې نه شته.
"د دې علت، چې مونږ نور سرتيري وګمارل دا دی، چې دلته لا غوره امنيت ټينګ شي او د سرتېرو په زياتوالي سره زه فكر كوم، چې مونږ په رښتيا هم دا فرصت لرو، چې امنيت نورو ستونزمنو سيمو ته هم وغزوو، لكه په هلمند او كندهار كې."
د بريتانيا د دفاع وزير دغه راز افغاني امنيتي ځواكونو ته د مسووليت په سپارلو باندې هم تاكيد وكړ.
د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ وويل، چې دوی چمتو دي، د تروريزم پرضد د مبارزي او په هېواد كي د امنيت د تامين په برخه كې له نړيوالو ځواكونو سره هر راز مرسته وكړي.
ښاغلي وردګ د خپلو خبرو په يوې برخه كې د بريتانيا د دفاع له وزير سره د خپلو خبرو په اړه داسې وويل:
"مونږ ورته ډاډ وركړ، چې ملي اردو به په ټولو برخو كې كه هغه د انكشاف په برخه كې وي، كه د عملياتو د رهبري په برخه كې وي او كه په راتلونكي كې د نورو زياتو سيمو د فزيكي امنيت په غاړه اخيستل وي، په ټولو كې به خپله وړتيا ثابته كړي.
په عين حال كې مو ورڅخه وغوښتل، چې د ملي اردو د لاسبالښت او تجهيز په برخه كې نورې مرستې هم وكړي."
د افغانستان او د بريتانيا د دفاع وزيران په داسې حال كي افغانستان ته د نورو اضافي سرتېرو د استولو ملاتړ وكړ، چې ټاكل شوې ده په راتلونكي كال كې به هېواد ته ۳۰۰۰۰ امريكايي سرتيري او د ناټو د هېوادونو تر ۷۰۰۰ زيات نور سرتيري واستل شي.
خو ځيني سياسي څيړونكي په دې باور دي، چې افغانستان ته د بهرنيو سرتېرو په ليږلو سره به امنيتي ستونزي نه يواځې، دا چې راكمې نه شي بلكه كيداي نورې هم زياتي شي.
دا به غوره وه، چې د دغو سرتيرو په ميليارډونو ډالرو لګښت باندې خپله افغان امنيتي ځواكونه غښتلي كړای شوې وای.