د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

ایا د اوباما نوې ستراتېژي ېوازې پوځي ستراتیژي ده ؟


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما

د افغانستان لپاره دامریکا د ولسمشر بارک اوباما ستراتیژۍ په پوځي برخه کې مشخص پلانونه لري، خو څېړونکي وايي چې د ځینونورو مسایلو، لکه د ښځو د حقوقو او د قانون د حاکمیت په برخو کې بیا ډېره ګونګه ده.


رویټرزخبري آژانس د تحلیل په پیل کې لیکي، د بشري حقونو او پرمختیايي چارو کارپوهان په ملکي برخو کې د امریکا د هڅو په اړه معلومات، او د بېوزلۍ له کمولو نیولې د قانون تر حاکمیته پورې له افغانستان سره اوږدمهالې ژمنې غواړي.

په امریکا کې د څه باندې یونیم سل مرستندویو موسسو د ټولنې مشر سم ورتېنګټون وايي، د افغانانو ابتدايي اړتیاوې چې پاملرنه نه ده ورته شوې خورا زیاتې دي. دی وايي د دوی ستونزې باید حل شي او امریکا باید د دې کار لپاره د پرمختګ یوه هراړخیزه ستراتیژي، چې د بېوزلۍ په له مینځه وړلو متمرکزه وي، جوړه کړي.

داوباما اداره هغه پلان عملي کوي چې د ملکي هڅو زیاتول یې بولي او په دې ترڅ کې يې د کال ترپایه افغانستان ته د زرو امریکايي متخصصانو د استولو ژمنه کړې ده. دا د هغه شمېرې درې چنده ده چې د پخوانۍ ادارې د کار ترپایه افغانستان ته استول شوي وو.

په دې ډله کې د کرنې، د قانون حاکمیت، اقتصاد او محاسبې د چارو کارپوهان شامل دي چې ځینې به یې د افغانستان په وزارتخانو کې په کار وګومارل شي څو د هغه حکومت دچارو په ښېګڼه کې مرسته وکړي چې په فساد او کمزورې اداره مشهور دی.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې هیلیري کلېنټن تېره اونۍ د امریکا د کانګرس یوشمېر غړو ته وویل، امریکا به د افغاني ټولنې په ټولو برخو کې موسسات پیاوړي کړي څو کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه په وتلو پیل کوي ګډوډي ترې میراث پاتې نشي.

خو د بشري حقونو د څار ډلې د څېړونکې راشل ریډ په نظر د اوباما په وینا کې د ښځو د حقونو موضوع چې د افغانستان حکومت یې په تامینولو کې پاتې راغلی، له قلمه لوېدلې وه.

مېرمن ریډ وايي، په داسې حال کې چې نړیوال د افغانستان لپاره د امریکا پر نوې امنیتي ستراتیژۍ تمرکز کوي د دې خبرې یقیني کول مهم دي چې د مېرمنو او نجونو حقونو ته لازمه پاملرنه وشي.

د نوموړې په وینا، د بشري حقونو له اړخه دا وېره هم شته چې په بېره د وسله والو ضد ستراتیژۍ جوړول به د قانون د حاکمیت پر سر د معاملې په معنی وي. مېرمن ريډ د ملي اردو او پولیسو روزنه د مثال په توګه یاده کړه ویې ویل، د دې ځواکونو په روزنه کې بېړه، په دې معنی ده چې د روزنې وخت رالنډ شوی او د قانون د حاکمیت اړونده روزنه به ښايي په څنډه کې پاتې شي.

بله موضوع چې د پرمختیايي چارو کارپوهان یې یادونه کوي، داده چې په پوځي برخه کې د ټاکلي مهال وېش له وجې ښايي ډېر ټینګار د اوږدمهالو پروژو پرځای پر لنډمهالو یو، یونیم کلنو پروژو وي.

پردې سربېره بله وېره داده چې د مرستو ډېره برخه ښايي هغو سیمو ته په پام کې ونیول شي چې هلته وسله وال ډېر فعال دي.
په واشنګټن کې د سولې انستیتیوت څېړونکی او د افغانستان د چارو کارپوه الکس تیر وايي، په افغانستان کې د اغېزمن پرمختګ او ثبات راوستو لپاره باید منابع د انډول په پام کې ساتلو سره ووېشل شي.

د رویټر تحلیل زیاتوي، په افغانستان کې د مرستو په برخه کې پیسې پرېمانه دي. په دې کې یوه سرچینه هغه ۱،۲ میلیارده ډالر دي چې د امریکا حکومت پوځي قوماندانانو ته د وړو بېړنیو پروژو د لګښتونو لپاره ځانګړې کړې دي.

پر دې سربېره د امریکا د نړیوالې پرمختیا اداره USAID د افغانستان لپاره په کال کې دوه میلیارده ډالره بودجه لګوي.
XS
SM
MD
LG