د ډنمارکي ماشومانو له هیلو نه د ډکې دغې سندرې سره د نړۍ د ۱۹۲هیوادونو استازي او یو شمیر مشران په دې اړه چې څرنګه کیدی شي د مځکې د لا تودېدو مخنیوی وشي خپل بحثونه پیلوي.
په دغه مهم کانفرانس کې د ۱۵ زرو غیر حکومتي سازمانونو استازي او نور ګډون وال د اقلیم د بدلون په خاصه توګه هوا ته د ګل خانيي ګازونو د خپریدو د مخنیوي او کمولوپر لارو چارو خبرې او بحثونه وکړي.
د کانفرانس په پیل کې د کوربه هیواد ډنمارک صدراعظم لارس لوکي راسموسن ګډون والو ته وینا وکړه او وویل(د دونیو دې کانفرانس ته ښه راغلاست مونږ به په دغو دو ونیو کې تر ټول سخته سیاسي پریکړه وکړو غواړوچې د مخ په زیاتیدونکو راتلونکو ستونزو د څیړولو په خاطر سخته خو په عین وخت کې لازمي پریکړه وکړو)
د نړی مشران په عمومي توګه ددغه کانفرانس د اصلي هدف په اړه چې غواړي په راتلونکو دو لسیزو کې د مځکې د کرې دمتوسط ګرموالي درجه د سانتي ګراد تر دو درجو پورې محدود وساتي موافق دي.
یو شمیر کارپوهانو خبردارۍ ورکړی چې که چیرته د مځکې د تودوخي درجه د سانتي ګراد دریو درجو ته لوړه شي نو ډیرې خطرناکې پایلې به ولري.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي که چیرته د مځکې د تودوخي درجه د سانتي ګراد دریو درجو ته لوړه شي نو د شمال د قطب واورې به ویلي کړي چې له امله به يې د سمندرونو اوبه زیاتې شي او د نړی ساحلي ښارونه به د سیلابونو له خطر سره مخامخ شي.
دغه راز یو شمیر کارپوهان په باور دي چې د تودوخي د درجې له لوړ والي سره به د نړی په نورو سیمو کې وچکالي او طوفانونه هم راشي.
خو دا چې نړی به څرنګه توانیږي څو هوا ته د ګل خانيي ګازونو خپریدل کم کړي یو ګران کار دی.
د کاربن ګاز چې د صنعتي فعالیتونو له امله هوا ته پورته کیږي د لمر د تودوخي مخه يې نیولې او هم يې د اقلیم وضیعت ګډوډ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې بیا هم دغه صنعتي فعالیتونه د اقتصادي پرمختګ لپاره ضروري بلل کیږي.
د کوپنهاګن د کانفرانس له پیل څخه دمخه د نړی ګڼ شمیر هیوادونو ژمنه کړې چې د ګل خاني ګازونو د کموالي لپآره به لازم ګامونه اخلي خودغو هیوادونو بیا یو شمیر شرطونه هم ایښودلي ول.
د نړی زیات شمیر اوسیدونکي هم د اقلیم د بدلون او چاپریال د ککړتیا له امله اندیښمن دي او د کوپنهاګن له کانفرانس نه توقع لري چې په دې لړ کې به لازمه پریکړه وکړي .
په پیکینک کې یوه چیناي رویټرز خبري اژانس ته په دې اړه وویل(هیله لرم چې د کانفرانس ګډون وال به وکولۍ شي چې یو شمیر اساسي پیشنهادونه عملي کړي.په دې کانفرانس کې باید یوازې لیدنې کتنې او بې نتیجې پیشنهادونه ونشي .زما په فکر په هغې صورت کې به هم وخت او هم انرژي ضایع شي.)
متحده ایالاتو او چین چې د کاربن د ګاز تر ټولو زیات خپرونکي هیوادونه دي ژمنه کړې چې هوا ته د ګل خانيي ګازونو د کم خپریدو لپآره به جدي ګامونه واخلي .
د نړۍ د اقلیم د بدلون په اړه جوړ شوی دا کانفرانس به د روانې ډسمبر میاشت تر ۱۸ نیتې پورې دوام وکړي.