د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۵

منګل: نوي امریکايي عسکر دې له موږ سره په همغږۍ هلمند کې ځای پرځای شي


د هلمند والي ګلاب منګل
د هلمند والي ګلاب منګل

د هلمند والي ګلاب منګل هلمند ته د اضافي امریکايي سرتیرو د استولو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي په دې ولایت کې ددې سرتیرو د ځای پر ځای کیدو اړیتا لیدل کېږي.

ټاکل شوې ده، چې د امريکې د متحده ايالاتو ولسمشربارک اوباما افغانستان ته ديو شمېر اضافي سرتېرو د استوو اعلان وکړي.

دا سرتيري وروسته ترهغه افغانستان ته استول کيږي، چې په افغانستان کې د ايساف ځواکونو قوماندن سټنلي ميک کريسټال د متحده ايالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره د افغانستان له پاره د نوي ستراتيژۍ په جوړولو څه کم درې مياشتې کار وکړ.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل د سې شنبه په ورځ مخکې له دې، چې ولسمشر بارک اوباما د خپلي نوې ستراتيژۍ پوره جزيات اعلان کړي غوښتنه وکړه، که چيرې نوي سرتيري هلمند ته راځي نو د دوی سره دې په تفاهم په هغه ځايونو کې ځاى پرځاى شې، چې اړتيا ورته ليدل کيږي.

ښاغلي منګل وويل، زه باور لرم چې د نویو امريکايي سرتيرو په رسېدو سره به په هلمند کې ډېر ژر امنيت ټنګ شي.

"زه هلمند ته د ایساف د زیاتو ځواکونو د راتګ هر کلی کوم، دا د هلمند لپاره او په هلمند کې د سولې د ټینګښت لپاره اړین بولم.

د تېر یو کال راهیسې مو د ځواکونو تر منځ د ښې همغږۍ په وجهه وکولای شول، چې د هملند په امنیتي حالاتو کې ډېر بدلون راولو.

له تېر کال راپه دېخوا درې ولسوالۍ عملا د وسله والو طالبانو له ولکې څخه خلاصې شوي دی او پاتې ۳ نوروې ولسوالۍ به هم په راتلونکي کې د وسله والو له ولکې خلاصې شي او هلته به امن راشي."

ګلاب منګل زياته کړه پخوا په هلمند کې پوره امنيتي سرتيري نه وو، ځکه په دې ولايت کې حالت د ورځي نه بلې ته بدتر شو.

هغه وويل، پردې هم کار روان دى، چې هلمند ته د ملي اوردو ٢١٥ قول اوردو هم رانقل شي، چې دا به د چارو په سمبال او د امنيت په ټینګښت کې زياته مرسته وکړي.

خو دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند يو شمېر اوسيدونکي وايي نوي امريکايي سرتيري دې، هلمند ته نه راځي، د دوی د لګښتونو پيسې دې د افغان ځواکونو پرسمبال ولګول شي او د بيارغونې پروسه دې په دې ولايت کې چټکه شي، د ناراضه طالبانو له پاره دې د پخلا کولو يوه شفافه افغاني پروسه پيل شي.

"یوه سروې دې وشی او هغه افغانان، چې په جنګ اخته دي، د هغوی نظر دې وپوښتل شي، چې ولې په جنګ اخته او د جنګ دغه مجبوریت دې معلوم شي په دویم قدم کې د هغه سرحدات چې دغه جنګیالي پرې راځي هغه دې وتړل شي.

په دریم قدم کې په ګاودنډي هېوادونو کې هغه مرکزونه، چې د جنګیالیو په روزلو بوخت له منځه لاړ شي. د افغانستان په پوځ دې کار وشي او هغه لګښتونه، چې د نورو عسکرو پر رالېږلو مصرفیږي باید د افغان پوځ په پیاوړتیا مصرف شی."

د افغانستان له پاره د امريکا د ولسمشر بارک اوباما د نوي ستراتيژۍ پرسر نږدې درې مياشتې خبرې رواني وي، چې په زيات اټکل به نن د سې شنبې ماښام ته اعلان شي.

خو په هلمند کې ډېرهغه کسان، چې له مودو راهسې يې د دې نوې ستراتيژۍ د اعلان انتظار کړى دى وايي، د دې ستراتژۍ پوره جزيات دې په ساده او لازمو الفاظو افغان اداره او کورني رسنۍ تشريح کړي ترڅو هر افغان د نړيوالو په نوي ستراتيژى باندي پوه شي.
XS
SM
MD
LG