د اختر په دويمه ورځ د كابل ښار د تايمنيو په سيمه كې د لسګونو هغو كيږديو په اوسيدونكو كې د اختر د لمانځنې كومې نښې نه ليدل كيدې، چې په يوه سپن موټر راټول و او د خيرات غوښې يې ترلاسه كولې.
ددې ځاى د څه كم دوو سوو بې وزلو او نيستمنو كورنيو د اختر تر ټولو لويه خوښي ښايي همداوه چې د اسلاميك ريليف په نوم له يوې موسسې نه يې خپله پنځه پنځه كيلوګرامه برخه غوښه اخيستله.
په كابل كې د اسلاميك ريليف بريتانوى خيريه موسسې يوه مسئول جمشيد لودين ازادي راډيو ته وويل، دوى د كابل په بيلابيلو ځايونو كې په نيستمنو خلكو د غوښو د ويشلو پلان لري:
( موږ پخوا دلته راغلي يو، سروې مو كړې ده، د هر ځاى د اوسيدونكو شمير مو معلوم كړى دى، ليستونه مو جوړ كړي او له هغې سره سم مو غوښه په كڅوړو كې اچولې او ورته راوړې مو ده. د بګراميو ولسوالۍ، قرغې او د ببرك چمن كمپونو او له اريا سره نږدې كمپ ته به غوښه وويشو. همداراز د كابل ښاروالۍ د يو شمير كارګرو ليست مو هم جوړ كړى او په رسمي ورځو كې به يې د كار په ځايونو كې وركړو. )
هغه وويل، اسلاميك ريليف موسسه به په كندهار، كابل او مزارشريف كې د دوه زرو شپږو سوو نه د ډيرو پسونو غوښه وويشي.
په كابل ښار او څنډو كې يې په زرګونو داسې كورنۍ شته چې نيستمن دي او په كيږديو كې ژوند كوي.
دوى اكثره په تيرو څو كلونو له پاكستان او ايران نه راستانه شوي كډوال دي او يا هم د وروستيو جګړو له امله د جنوبي ولايتونو بې ځايه شوي اوسيدونكي دي.
د تايمنيو په سيمه كې د ببرك چمن د كيږديو يوې اوسيدونكې له دولت څخه هم د مرستې غوښتنه وكړه:
( موږ سرپناه نه لرو، موږ خوراكي مواد نه لرو. زوى مې په دې سړو كې كالي نه لري. موږ تل تمه لرو چې دا حكومت به ښه شي او دا حكومت به ښه شي، خو هيچا مو لاسنيوى ونه كړ. زه ولسمشر حامد كرزي نه غواړم چې په خپله راشي او زموږ حال وګوري.)
د ژمي په رارسيدو سره د كابل ښار د بې سرپناه خلكو ستونزې نورې هم ډيرې شوي دي او ځينې يې په ځانګړې توګه ماشومان د مرګ له ګواښ سره هم مخ كيداى شي.
اكثره دا خلك له دولت نه شكايت كوي چې د دوى د ژوند ښه كولو ته پاملرنه نه كوي، خو دولت وايي، له نړيوالو موسسو سره يو ځاى په هيواد كې دننه بې ځايه شويو خلكو ته د سرپناه د جوړولو هلې ځلې دوام لري.