د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

يوكال كې به ۸ زره ځوانان خصوصي پوهنتونونوته معرفي شي


د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانات معین محمد ظاهر غوث
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانات معین محمد ظاهر غوث

د اطلاعاتو او كلتور وزارت د ځوانانو معينيت وايي، دوى په پام كې لري تر يوه كاله پورې په كابل او ولايتونو كې كابو ۸ زرو بېوزلو ځوانانو او دولتي كاركوونكو ته په خصوصي تحصيلي موسسو كې د لوړو زده كړو زمينه مساعده كړي.

د دې وزارت د ځوانانو مرستيال محمد ظاهر غوث د چهارشنبې په ورځ په كابل كې د اريانا له نيمه عالي او د مريم له عالي خصوصي تحصيلي موسسو سره يو تړون لاسليك کړ، چې پراساس به يې په ۷۰ په سلو کې كم فيس دولس سوه ځوانان په نوموړو خصوصي پوهنتونونو كې لوړې زده كړې وكړي.

ښاغلي غوث څرګنده كړه، چې د ځوانانو د معينيت له خوا به هغه ځوانان خصوصي پوهنتونو ته معرفي شي، چې د بيلابيلو دلايلو له مخې له لوړو زده كړو څخه لرې پاتې دي:

"هغه بې وزله ځوانان، چې اقتصادي مشکلات لري او نه شي کولای خصوصي پوهنتونونو کې درس ووايي او هم هغه ځوانان، چې په دولتي پوهنتونونو کې نه دي بریالي شوي او ځیني یې په دولتي ارګانونو کې کار کوي، غواړو چې د تحصیل زمینه ورته برابر کړو."

د اطلاعاتو او كلتور وزارت د ځوانانو مرستيال وويل، چې تردې وړاندې هم په كابل او ولايتونو كې كابو دوه زره ځوانان د دوى له خوا يو شمېر خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شوي او دامهال په كم فيس په بيلابيلو څانګو كې خپل تحصيل ته دوام وركوي.

د اريانان او مريم د خصوصي تحصيلي موسسو مسوولينو وويل، دوى هم دې ته چمتو دي، چې په خپلو تحصيلي موسسو كې له دولسمو ټولګيو څخه فارغ شوي بې وزله فارغين، چې د ځوانانو د معينيت له خوا معرفي كيږي جذب او كم فيس ورڅخه واخلي.

د مريم د خصوصي پوهنتون مسوولې ډاكټرې شهلا وويل، چې په ځانګړي توګه به دوى ځوانو نجونو ته د كم فيس په وړاندې په دې خصوصي موسسه كې د تحصيل زمينه برابره كړي:

"موږ هم غواړو، چې ځوانان خپل تحصیلي موسسې ته جذب کړو، ترڅو ټولنې ته د خدمت مضدر وګرځي.
د ځوانانو معین محمد ظاهر غوث او د مریم عالي زده کړې موسسې مشره ډاکټر شیلا


موږ ډېرې کمې داسې نجونې لرو، چې لوړې زده کوي نو له ټولو کورنیو څخه هیله کوو، چې هڅه وکړي نجونې لوړې زده کړې ته رادعوت کړي."

دامهال په افغانستان كې د دولتي پوهنتونونو ترڅنګ لوړو زده كړو لسګونه خصوصي څانګې هم په رسمي توګه فعاليت لري، كه څه هم ويل كيږي، چې په دغو خصوصي پوهنتونونو كې د زده كړې كيفيت ښه دى خو له لوړ فيس څخه يې شكايتونه موجود دي او ويل كيږي، چې ډېر شمير ځوانان نه شي كولاى په دغو خصوصي موسسوكې زده كړې وكړي.

بله خوا د لوړو زده كړو وزارت ويلي دي، چې سږ كال به د دولسمو ټولګيو يو لك فارغين د كانكورپه ازموينه كې برخه واخلي، چې شاه خوا شپيته زره تنه به يې د دې وزارت عالي او نيمه عالي موسسوته جذب شي.

خو محصلين كه له يوې خوا په خصوصي پوهنتونونو كې له لوړ فيس څخه سرټکوي كوي بل لورته دوى په دولتي پوهنتونونو كې هم د درسونو له ټيټ كيفيت او زوړ درسي نصاب څخه شكايت كوي.
XS
SM
MD
LG