اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د فراه ولايت د چارواكو په حواله په غټو ټكو سره ليكلي دي، چې د ايران له ملاتړه برخمن طالبان د قومي مشرانو سرونه غوڅوي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ايران طالبان روزي او په دې ولايت كې د تخريبي عملياتو د ترسره كولو لپاره افغانستان ته راليږي.
ورځپاڼې په همدې مخ كې د افغان ماشومانو د روان حالت په اړه د ملګرو ملتونو راپور راخستی او ليكلي، چې د افغان ماشومانو حالت د اندېښنې وړ دی.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د كابل ښاريانو په ستونزو تبصره كړې او په دې ترڅ كې خلك او چارواكي دواړه هڅولې، چې په ګډه شته ستونزې هوارې كړي.
هېواد:
دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د افغانستان او نړيوالې ټولنې په اړيكو تبصره كړې او په دې ترڅ كې د لوړې مراسمو ته د ولسمشر كرزي وينا ته په اشارې ليكلي، چې په راتلونكو پنځو كلونو كې به د دغو اړيكو د پراخولو لپاره زياتې هڅې وشي.
ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې په هېواد كې د فساد پر ضد د مبارزې لپاره د يو ملي غونډې د جوړېدو خبر هم وركړی او ليكلي، چې ټول خلك دې په دې برخه كې خپل ملي او اسلامي رسالت ترسره كړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د افغانستان روان حالات څيړلی او په دې ترڅ كې دا يادونه هم كړې، چې په افغانستان كې سوله د سيمې او نړۍ د سولې په مانا ده.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې امريكا د ټولنې د دفاعي طرحې په مرسته د طالبانو په خلاف د قومي پاڅون زمينه برابروي.
ورځپاڼې په دوام كې د امريكايي چارواكو دا هيله هم راخستې، چې دا طرح به په زرګونو كسان د طالبانو په خلاف ودروي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا دا خبر وركړې، چې افغان حكومت غواړي د ملي اردو د سرتيرو شمير دوه لكه او څلويښت زره او د پوليسو شمېر يو لك او شپيته زرو ته، چې د اوسنۍ شميرې دوه برابره كيږي ورسوي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې داځلې د افغان چارواكو د ژوند كولو په طريقو، چې تر ډيره د لويديځ بڼه يې غوره كړې بحث كړې او هغوى يې هڅولي، چې د مصنوعي ژوند پر ځاى طبعي ژوند غوره كړي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك دې موضوع ته ځانګړې كړی، چې پاكستان په افغانستان كې ثبات نه غواړي.
ورځپاڼې په دوام كې د دغه هېواد استخباراتي اداره ای، اېس، ای هم تورنه كړي، چې تل يې د طالبانو ملاتړ كړی، څو په افغانستان كې امن او ثبات له منځه ولاړ شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د هند د صدراعظم په حواله ليكلي، چې په پاكستان كې د تروریزم له پراختيا اندېښمن دی او په افغانستان كې به د نړيوالې ټولنې ماتې د نړۍ لپاره له ناورينه ډك پايلې ولري.
اصلاح او انيس:
دغو دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلې دي.
انيس په خپله سرمقاله كې د افغان ماشومانو د روان حالت په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي راپور تبصره كړې او ماشومانو ته د ورپېښو ستونزو لاملونه يې څيړلي دي.
خو اصلاح بيا په افغانستان كې د فساد د موجوديت په اړه كېدونكو تبليغاتو ته په اشارې ليكلي، چې دا فساد دومره هم ندې، چې رسنې يى په اړه خبرې كوي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د ويستلو په سر كېدونكي بحثونه څيړلي او په دې ترڅ كې د لويديځ د ځينو چارواكو په حواله ليكلي، چې له افغانستان څخه د سرتيرو د ويستلو د نيټې ټاكل به طالبان جسور كړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د مليشو د جوړولو په سر بحثونه څيړلي او په دې ترڅ كې د كارپوهانو دا خبرداری راخستې، چې دا مليشې ممكن د يو بل او د حكومت او امريكايانو پر ضد هم وجنګيږي.
ورځپاڼې په استاد سياف د شوې حملې په اړه په يو مطلب كې دا خبر وركړې، چې له دې حملې سره په تړاو كې لس كسان نيول شوي دي.