د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۳

چکري:د افغان حاجيانود ليږد بهیرپه برى سره پاى ته ورسيده


ښاغلي چکري زیاته کړه، چې اقفان حاجیان په بري تللی دي اوپه بري سره به بېرته راستانه شي
ښاغلي چکري زیاته کړه، چې اقفان حاجیان په بري تللی دي اوپه بري سره به بېرته راستانه شي

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت، په سعودى كې يې هم د دوى د اوسېدو لپاره تيارۍ بشپړې كړي او ډاډ څرګندوي، چې دوى به هېواد ته د ستنېدو پر مهال هم له ستونزو سره مخ نه شي.

د افغانستان د حج اواوقافود وزارت چارواكي وايي، چې سعودى عربستان ته د څه باندى ديرش زرو افغان حاجيانو ليږدېدل، پرته له كومى ستونزې او شكايت څخه، سرته ورسيدل.

د حج او اوقافو سرپرست وزير، محمدصديق چكري د يكشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې ټول افغان حاجيان اوس مهال په مكه معظمه كې دي او دوى هڅه كوي، چې د حج د مراسمو د ادا كولو، او هلته د اوسېدو پرمهال هم ستونزې ونه ويني.

ده سعودي عربستان د افغان د حاجيانو د رسېدو په هكله وويل:

"د افغان حاجیانو د لیږد پروسه پای ته ورسیده او دا پروسه کامیابه وه، چې تر اوسه هیڅ شکایت وجود نه لري او په هیڅ ولایت او یا ولسوالۍ کې یو حاجي هم نه ده پاتې."

سږكال د حج د فريضي د ادا كولو لپاره د هېواد د مركز او ولايتونو څخه څه باندى ديرش زره افغان حاجيان، د كابل، كندهار، هرات او مزار له هوايي ډګرونو څخه سعودي عربستان ته ليږديدلي دي.

د حج او اوقافو وزيروويل، له افغان حاجيانو سره، څلور سوه معلمين، درې سوه تنه ناظمين او مرستندويان هم استول شوي دي.

ښاغلي چکري زیاته کړه، سږكال يي هڅه كړې ده، چې، زیاتره حاجيان د حرم شريف په شاوخوا ځايونو کې ميشت كړي.

ده ډاډ څرګند كړ، چې، افغان حاجيان به په سعودي عربستان كې د مراسمو د ادا كولواوهېواد ته د بيرته ستنيدو پرمهال هم، ستونزې ونه ويني. ده وويل:

"موږ افغان حاجیانو ته د ډیرو اسانتیاو د برابرولو په مقصد ۷۰۰تنه ګمارلي دي، زه هېله لرم، چې دوی د حاجیانو ښه خدمت وکړي لکه څنګه، چې په بري تللی دي او بري سره بېرته راستانه شي."

د دى وزارت د معلوماتو له مخې، سږكال شل زره حاجيان د اريانا دهوايي شركت او لس زره د خصوصي سكتور په هوايي شركتونو كې له پنځه ټنه درمل او ډاكټرانو سره، سعودي عربستان ته ليږدول شوي دي.

سره له دې، چې دا وزارت ډاډ څرګندوي، خو سعودي ته د تګ، واكسين كېدواو د پروازونو پر مهال ځينو حاجيانو رسنیوته ويلى، چې، دوى په دغو برخو كې ستونزې ليدلي دي.

سربېره پردې، په تېرو څو كلونوكې، افغان حاجيان سعودي ته د تګ، هلته د اوسېدو او بېرته راستنېدو پرمهال له ستونزو سره مخ شوي وو.
ان د دى وزارت ځيني كاركوونكي د پېسو د اخيستو په جرم نيول شوي هم وو.

خو سږكال دا وزارت په زغرده اعلانوي، چې په دې بهیركې به د هر ډول غيرقانوني عمل مخه ونيسي.
XS
SM
MD
LG