د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۱

کلنټن: هیله ده، چې د کرزي په نوې کابینه کې مسلکي او وطنپاله خلک ځای ولري


د امریکا بهرنیو چارو وزیره هېلري کلنټن ازادي راډیو د یوې ځانګړې مرکې پر مهال
د امریکا بهرنیو چارو وزیره هېلري کلنټن ازادي راډیو د یوې ځانګړې مرکې پر مهال
د امريكا د بهرنيو چارو وزيره هيلري كلنټن وايي، هيلمنده ده، چې د افغانستان نوی حكومت به په هېواد كې د سولې او ثبات د ټنګښت او خپلو خلكو ته د غوره خدماتو په برابرولو كې اغيزمن ګامونه پورته كړي.

مېرمن كلنټن له ازادي راډيو سره د يوې ځانګړې مركه په ترڅ كې د حامد كرزي د لوړې د مراسمو وينا هيله بښونكي وبلله او ویې ويل، چې په دغې وينا كې د افغانستان د راتلونكي او خلكو لپاره د ښو خدماتو د برابرولو په برخه كې يو روښانه لرليد موجود دی.

نوموړې هيله څرګنده كړه، چې په راتلونكي حكومت كې به داسې كسان ځاي ولري، چې د هېواد د ترقۍ او پرمختګ لپاره مناسبه زمينه برابره كړي.

"مونږ په روښانه توګه ويلي دي، چې مونږ غواړو د حامد كرزي په نوي كابينه كې تكړه خلك ووينو.

مونږ غواړو هغه كسان ووينو، چې د افغانستان د خلكو لپاره متعهد وي او وكولای شي د هغوی ژوند ته ترقي وركړي.

كه چېرې ولسمشر حامد كرزی داسې خلكو ته په كابينه كې ځای وركړي لكه، چې ما ورسره تېره شپه وليدل نو زه فكر كوم، چې مونږ به وكولای شو يو له بل سره په ډېره اغيزناكه توګه كار وكړو."

د امريكا د بهرنيو چارو وزيره له څلوېښتو څخه د زياتو هېوادونو د ډپلوماټانو ترڅنګ د ولسمشر كرزي د لوړې په مراسمو كې د ګډون لپاره كابل ته راغلې وه.

د نوموړې د معلوماتو له مخې دې په كابل كې د پوهنې، مالي، كرنې او مالدارۍ او د بهرنيو چارو د وزيرانو سربېره له ولسمشر حامد كرزي سره هم ځانګړي لیده كاته كړي وو.

مېرمن كلنټن له ازادي راډيو سره تر ځانګړي مركې وروسته په يوې خبري غونډه كې هم د افغانستان د روانو حالاتو او نوي حكومت په اړه د امريكا دريځ څرګند كړ.

هېلري كلنټن د افغانستان له نوي حكومت څخه د امريكا او د نړيوالي ټولنې هيلې داسې كتار كړې.

"هغه څه، چې مونږ يې د حامد كرزي په دوهمه دوره حكومت كې انتظار باسو هغه يو اغيزناكه حكومت دی، چې د افغانستان د خلكو د حقوقو درناوی وكړي، هغوي ته خدمات ترسره كړي، په شفافه او حساب وركونكي توګه د خلكو اندېښنو ته ځواب وركړي.

هر څوك، چې په حكومت كې كار كوي له هاغې تګ لاري سره، چې نن حامد كرزي اعلان كړه بايد موافقه ولري او هيله لرو، چې حامد كرزی به همداسې يو حكومت جوړ كړي، چې د لوړې په مراسمو كې يې ژمنه وكړه."

د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې هېلري كلنټن په كابل كې دا څرګندونې په داسې حال كې وكړي، چې د امريكا په ګډون يو زيات شمېر لوېديځو هېوادونو په ګواښونكي توګه له فساد سره د مبارزې سپارښتنه كړي او تر ډېره يې خپلې مرستې په افغانستان كې د اداري فساد په وړاندې له مبارزې سره تړلي بللي دي.


مجاهد جواد د ازادي راډيو كابل
XS
SM
MD
LG