د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۲

دانش: په حکومتي ادارو کې د جګ پوړو چارواکو د لاس وهنو د بندېدو غوښتنه وکړه


ښاغلي دانش وویل، كه لاس وهنې بندې نه شي نو د فساد په وړاندې د مبارزې لپاره كيدونكې هڅې به ګټورې نه وي.
ښاغلي دانش وویل، كه لاس وهنې بندې نه شي نو د فساد په وړاندې د مبارزې لپاره كيدونكې هڅې به ګټورې نه وي.
محمد سرور دانش دغه څرګندونې په افغانستان كې د سترو جرمونو په وړاندې د مبارزې د نوې ادارې له پرانيستلو وروسته وكړې او ويې ويل، چې دغه لاس وهنه په تېره بيا د هېواد په قضايي او امنيتي ادارو كې خورا زياته محسوسيږي.

ښاغلي دانش زياته كړه، كه چيرې دغه لاس وهنې بندې نه شي نو د فساد په وړاندې د مبارزې لپاره كيدونكې هڅې به ګټورې نه وي:

"د ولسمشر د يو پريكنده فرمان او يا هم په ملي شورا كې د يو قانون په تصويب سره بايد د ادارو په اداري، مالي او اجرااتو په برخوكې هر ډول لاس وهنه بنده شي.

په خپله دغه لاس وهنو په ادارو كې د فساد لپاره يوه پراخه زمينه برابره كړې او لا هم روانه ده. موږ په دولتي ادارو كې هره ورځ له دې ستونزې سره لاس او ګران يو."

سرور دانش د افغان كابينې لومړنې غړې نه دی، چې په دولتي ادارو كې د ملي شورا د غړو له لاس وهنې څخه شكايت كوي، بلكې تر دې مخكې هم ډير ځلې دا مسله پورته شوې او ان په دې اړه لوی څارنوالۍ ته هم شكايتونه شوي دي.

د ولسي جرګې يو غړې رمضان بشردوست بيا دا لاس وهنې تايدوي او وايي، چې لوى څارنوالۍ غوښتل، چې په دې اړه له ځينو وكيلانو تحقيقات وكړي، خو د ولسي جرګې اداري پلاوي د دې كار اجازه ورنه كړه.

د افغانستان د مشرانو جرګې منشي ښاغلي مظفري په داسې حال كې، چې په دولتي ادارو كې د ملي شورا د نظارت حق خوندي بولي وايي، ممكن په استثنايي ډول داسې كار شوې وي، خو د هغه په وينا دا عموميت نه لري.

"که چېری زموږ کتنه د مداخلې په څیر وپیژندل شي نودا په کلکه ردوم او دا زموږ حق دی چې د دولتي چارواکو کړنو نه کتنه وکړو هو په استثنایې ډول که شوي وي نو هغه نشم ردولای"

په افغانستان كې په دولتي ادارو كې د فساد او بيا ددغو ادارو په چارو كې د لاس وهنې په اړه دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې اوس مهال افغان دولت د فساد پر ضد د جدي مبارزې لپاره د نړيوالې ټولنې لخوا تر سخت فشار لاندې دې.

افغان دولت هم ددغو فشارونو په غبرګون كې د فساد پر ضد د سختې مبارزې ژمنه كړې او اوس اوس د افغانستان لوى څارنوالۍ د كابينې د يو شمير غړو د نومونو په اعلانولو سره، چې په فساد كې ښكيل بلل شوي د يوې ځانګړې محكمې د جوړولو غوښتنه هم كړې.

له بل لوري د دوشنبې په ورځ په افغانستان كې د سترو جرمونو پر ضد د مبارزې يوه ځانګړې اداره هم پرانستل شوه او له خلكو نه هم پدې برخه كې د همكارۍ غوښتنه وشوه.

خو كتونكي پدې باور دي، چې دا هڅې هله ګټورې ثابتدلې شي، چې يوه سالمه اداره رامنځ ته شي.
XS
SM
MD
LG