په داسې حال كې، چې ويل كيږي د فساد په وړاندې د مبارزې په اړه دولت خپله په دوراهي كې دی خلك او كارپوهان هم په دې اړه ځان، ځانته نظرونه څرګندوي.
د ځينو كارپوهانو په باور په افغانستان كې له فساد سره مبارزه ناشونې ده او د اوسني سيستم پوره بدلېدو ته اړتيا لري.
خو ځينې بيا برعكس نظر لري او په دې اړه د حكومت پرهوډ او جديت ټينګار كوي او وايي كه د دې كار لپاره حكومت په جدي توګه مټې ونغاړي ښايي له هېواد نه ډېر ژر فساد ورك شي.
يو سياسي كارپوه مياګل وثيق له ازادي راډيو سره په خپلو ځانګړو خبرو كې وويل، كه چېرې دولت له اداري فساد سره د مبارزې لپاره يوه ځانګړی او سالمه محكمه جوړه كړي كيداې شي، چې لږترلږه د فساد او درغليو مخه ونيول شي.
"که موږ په رښتیا وغواړو، چې فساد له منځه یوسو، دغه موده، چې ورته ټاکل شوې، په دې موده کې کیدای شي، چې عملي او استوار ګامونه واخیستل شي، ترڅو په رښتیا فساد د افغانستان له ادارې نه پاک کړی شي.
زه هیله مند، ښاغلی کرزی دې ته متوجه شوی وی، چې نړیوال لازم فرصت نه لري، چې یو ځل بیا یوه پنځه کلنه دوره وازموي، چې ایا دغه اداره کاري اداره ده یا بې کاره اداره."
دولت د فساد د لمنځه وړلو لپاره د جدي هلو ځلو د پيل خبر وروسته له هغې وركړ، چې نړيوالو مرستنديانو په افغانستان كې د پراخ فساد د شتون په اړه اندېښنه څرګنده كړه او خپلې مرستې يې په دې هېواد كې د فساد مشروطې كړې.
دولت له فساد سره د مبارزې لپاره د ځانګړې محكمې د جوړولو د پلان ترڅنګ په نورو لارو چارو هم غور كړی او د پوسترونو مبايل شېمرو په خپرولو سره یې له خلكو غوښتي، چې په دې مبارزه كې له دولت سره همكاري وكړي.
خو خلك بيا وايې دولت باندې دومره باور نه لري، چې په لوړه سطحه دې ورته فاسد كسان معرفي كړي او دوی ته دې خطرپيښ نه شي.
د كابل ښار يو شمېر اوسېدونكو له ازادي راډيو سره په خبرو كې وويل، خلك به د فساد د لمنځه وړلو لپاره له دولت سره همكاري وكړي په دې شرط، چې دوی ته خطر جوړ نه شي.
"زما نوم طلحه دی. دا ډېره مهمه ده، چې دولت سره د فساد د له منځه وړلو کې مرسته وشي او کله، چې خلک له دولت سره مرسته کوي، دولت دې د دوی هویت پټ وساتي ترڅو دولت هم د خلکو اعتماد ترلاسه کړي.
زما نوم محمد الله صافی دی، يواځې په د تیلفون له لارې دا امکان نه لري، ځکه بیا دولت اسناد او شواهد غواړي.
خلک ډېره همکاري کولای شي، د مثال په توګه، دلته که له یو موټروان نه ترافیک پیسې غوښتنه وکړي، ډرایور دې پیسې نه ورکوي او مربوطه مرجع ته دې ورشي او شکایت دې ترې وکړي."
د دې خبرو ترڅنګ د ملت په نوم يوې ټولنې هم له فساد سره د مبارزې لپاره په كابل كې د پوسترونو او ټېلفون شمېرو د خپرولو سره خپل موجوديت اعلان كړی او له خلكو يې غوښتي، چې مفسد كسان دې ورته معرفي كړي او دوی به د خپلو همكارو يا مرسته كونكو نومونه هم په پوره ايماندارۍ سره پټ وساتي.
خو ځينې كارپوهان بيا په دې باور دي، چې كه د حكومت له لوړو څوكيو څخه مفسد كسان لرې شي، نو هله به د فساد ټغر هم ټول شي.
دا هغه څه دي، چې ولسمشر كرزي يې هم په اړه خلكو او نړيوالو ته ډاډ وركړی، چې د ده په راتلونكي حكومت كې به مفسد كسان ځای ونه لري.