د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۳

سې شنبې د نومبر لسمه نېټه


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه مقاله لېکلې ده چې ایا د پاکستان پوځ د خپلو اتومي وسلو د ساتلو توان لري.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه مقاله لېکلې ده چې ایا د پاکستان پوځ د خپلو اتومي وسلو د ساتلو توان لري.

ایا د ولسمشر کرزي راتلونکې اداره به په رېښتیا هسې چې واشینګټن او لندن یې غواړي له فساده پاکه وي ؟ په دې اړه ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې مقاله لېکلې ، او دا چې د پاکستان اتومې وسلې څومره خوندي دي ؟ دا موضوع نیویارک ټایمز څېړلې ، دواړه مقالې رضوان مراد لوستي او غټ ټکي یې ترې راخیستې :

ډیلي ټیلیګرف ورځپاڼه تر دې عنوان لاندې چې (حامدکرزۍ وايي خپل نوی حکومت به له فاسدو چارواکو پاک کړي ) په یوې تحلیلي مقاله کې لیکي:

د افغان ولسمشر حامدکرزي نړیوال متحدان په دې باور دي چې د افغان دولت په ادارو کې موجوده فساد د طالبانو پر ضد مبارزې مخې ته تر ټولو لوی خنډ دی.

د ورځپاڼې په وینا لویدیځو مشرانو د فساد د له مینځه وړلو لپاره په خپله دې غوښتنه ټینګار کړی او په دې اړه یې د افغان ولسمشر پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی.

حامدکرزي هم ژمنه کړې چې د هغه په راتلونکې حکومت کې به په فساد ککړ چارواکي ځای ونه لري.

ډیلي ټیلیګراف زیاتوي :

په داسې حال کې چې په امریکا او اروپا کې د افغانستان د جګړې په اړه د خلکو ملاتړ مخ په کمیدو دی او افغان ولسمشر د انتخاباتو د پروسې په غلا کولو هم تورن شوی جمهور رییس بارک اوباما ، د برتاینې صدراعظم او ملګروملتونو له کرزي غوښتي چې د فساد جرړې وباسي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر کا ایډې د افغان دولت په ادارو کې د فساد د مینځه وړولو په خاطر د پیاوړې او جدي مبارزې د پیلولو ،قضايي سیسټم د پرمختګ او له مجازاتو نه د معافیت ورکولو د لړی د ختمولو غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي : واشنګټن او لندن ویره لري چې هسې نه حامدکرزی هغو زورواکي او جنګ سالاران چې د اګسټ د شلمې نیټې په انتخاباتو کې دده ملاتړ کړی په وزارتونو او لوړو څوکیو ونه نازوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د سلاح کوټ د ساتنې تر عنوان لاندې د پاکستان د اټومي وسلو د خوندي ساتلو په اړه یوه مطلب کې لیکي:

په تیر اپریل میاشت کې له ولسمشر بارک اوباما څخه په یوه خبري کانفرانس کې پوښتنه وشوه چې ایا هغه د سخت دریځو او تروریستانو څخه د پاکستان د اټومي وسلو د لرې او خوندي پاتې کیدو په اړه اطمینان لري ؟

اوباما وویل هغه د اصف علي زرداري په مشرۍ د پاکستان د کمزوري حکومت په اړه په ژوره توګه اندیښمن دی.

هغوي له ستر داخلي ګواښ سره مخامخ دي.اوباما وویل دا د متحده ایالاتو د ملي امنیت په لویه ګټه ده چې پاکستان با ثباته وساتل شي.

هغه وویل مونږ باید ددې مخنیوی وکړو چې پاکستان اټومي وسلې د سخت دریځو لاسو ته پریوزي. نیویارک ټایمز د اوباما په حواله لیکي :

مونږ باید په اول قدم کې دا یقیني کړو چې د پاکستان اټومي وسلې محفوظې دي د امریکا د جمهور رییس په وینا د پاکستان پوځ د وسلو والو لاسو ته د اټومي سولو د ورپریوتو له خطر څخه خبر دی.

نیویارک ټایمز زیاتوي کله چې د این بي سي تلویزون خبریال له اوباما څخه پوښتنه وکړه چې ایا د امریکا پوځ به که يې ضرورت پیښ شي د پاکستان د اټومي وسلو د ساتنې لپاره اقدام وکړي؟ اوباما پرینښود چې خبریال خپله پوښتنه بشپړه کړي او وویل زه نه غواړم په دې فرضیاتو وغږیږم خو باوري یم چې د پاکستان اټومي وسلې به د سخت دریځو وسلوالو څخه خوندي پاتې وي.

نیویارک ټایمز وايي اوسني او پخواني لوړ رتبه امریکايي مقامات په واشنګټن او پاکستان کې وايي چې ددغې موضوع په اړه د یو ستر حساس تفاهم په هکله د پاکستان له پوځ سره خبرې کیږي.

د ورځپانې په وینا په دې سره به د امریکا خاص روزل شوي ځواکونه د بحران په صورت کې د پاکستان د اټومي وسلو په ساتنه کې مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG