تېره شپه څه باندې ۷ بجې د هلمند ولایت د باباجي د رحيم خېلو په سيمه كې څو تنه ملکیان په داسې حال كې ووژل شول، چې د جوارو په ترېشل اخته وو.
د لښكرګاه د دولتي بست روغتون په انګړ كې راټولو شوو كسانو وويل، وژل شوي ټول ملكي كسان دي او تېره شپه ماښام د بهرنيو ځواكونو په راكټي بريد كې وژل شوي دي.
د پېښې يوه ټپې كس او عيني شاهد ازادي راډيو ته وويل، دى او وروسره ملګري په تريشل اخته وو، چې ناڅاپه چاودنه وشوه او مرګ ژوبله يې واړوله.
په هلمند كې د برتانوي سرتيرو د خبري څانګي مسوول، ډګر مند ډك رسنيو ته ويلي دي، چې په سيمه كې يې يوازې وسلوال طالبان وژلي دي او ملكي كسانو ته هيڅ مرګ، ژوبله نه ده اوښتې.
ډك ويلي دي، چې دا كسان يې په داسې حال كې وژلي دي، چې غوښتل يې د دوی ځواكونو ته ماينونه ځاى په ځاى كړي، خو د سيمي خلک په دې ټنګار كوي، چې وژل شوي دوستان يې ملكيان دي او د طالبانو سره كومه اړيكه نه لري.
په وژل شوو نهه تنو كې دوه تنكي ماشومان هم ليدل كېدل، چې د كورني غړي يې وايي، له خپلو مشرانو سره يې د تريشل پرمهال لوښي او ټالۍ چلولې.
د بست روغتون مخكې ته د راغلو كسانو غوسه راپارېدلې وه او له دولت نه يې غوښتنه كوله، چې نور دې بهرنيو ته ووايي، چې ملكيان نه بمباردوي.
د برتانوي ځواكونو له لوري په داسي حال كې ملكي كسانو ته مرګ، ژوبله اوړي، چې يوه ورځ وړاندې د يوه پوليس له لوري پنځه تنه بهرني سرتيري د نادعلي ولسوالۍ په شنه كلي كې ووژل شوه او شپږ نور يې ټپيان شول.