د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

د حامد کرزي پر بیا انتخاب د ملي شورا غړي څه وايي؟


د افغانستان د مشرانو جرګې ځينو غړو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا د جمهور ریيس حامد كرزي د بيا انتخابولو له پرېكړې خپل ملاتړ څرګند كړ. خو د ولسي جرګې ځينې غړي بيا پرې انتقادونه لري.

د افغانستان د مشرانو جرګې ځينو غړو د سې شنبې په ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه كې په اوسنيو نازكو حالاتو كې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون له خوا د جمهور ریيس په توګه د حامد كرزي د ټاكلو هركلى وكړ او په نوموړي يې غږ وكړ، چې د اداري فساد د له منځه وړلو، د قانون د حاكميت، د امنيت په ټينګولو او له وسلوالو مخالفينو سره دې په خبرو كې لا جدي ګامونه واخلي.

د مشرانو جرګې غړي محمد عمر شېرزاد وويل، چې ښاغلى كرزى بايد د اداري فساد د مخنيوي او وسلوالو مخالفينو سره روغې جوړې ته تر هر څه مخكې چمتوالى ونيسي:

"موږ له ښاغلي حامد کرري څخه غواړو، چې په خپله راتلونکي اداره کې اصلاحات راولي او د داري فساد په ضد کلکه مبارزه وکړي.

دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، او د افغانستان د خلکو د استازو په صفت زموږ جدي غوښتنه ده. بله غوښتنه مې له رييس جهور څخه دا ده، چې دی دې په خپله وعده وفا وکړي او د مخالفینو پرمخ دې د مذاکرې درواړه خلاصه کړي، ترڅو د سولې او مذاکراتو پړوا پیل شي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمیسيون د دوشنبې په ورځ وروسته تر هغه دوهم دور انتخابات لغوه اعلان كړه، چې د يكشنبې په ورځ د حامد كرزي اصلي سيال ډاكتر عبداله عبداله په انتخاباتو كې د نه ګډون اعلان وكړ.

د مشرانو جرګې د ځينو غړو تر څنګ د ځينو هېوادنو مشرانو او رهبرانو هم د ښاغلي كرزي د انتخابېدلو ملاتړ كړى او د همكارۍ ډاډ يې وركړى.

خو د ولسي جرګې ځينو غړو د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون پرېكړه ناسمه بللې، دوى وايي، چي دا پرېكړه مشروعيت نه لري:

د ولسي جرګې غړى سلطان محمد اورنګ وايي:

"هغه څه چې په اصطلاح د انتخاباتو کمیسیون پرېکړه وکړه او اعلان یې وکړ، هېڅ ډول حقوقي مشروعیت نه لري او دوی په دې عمل سره د افغانستان د خلکو له رایو سره خیانت وکړ، چې ژر یا وروسته به د خپلو دغو اعمالو برخلیک وګوري، ځکه دوی په دې کار سره د افغانستان په خلکو یو غیر قانوني نظامو تر پنځو کلونو تحمیل کړ. "

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون وايي، چې دوى د اساسي قانون پر اساس پرېكړه كړې.

دغه كمېسيون دا ردوي، چې ګنې دا پرېكړه يې د كورني او يا هم بهرني فشارونو له امله كړې ده.
XS
SM
MD
LG