د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

کرزي:راتلونکی حکومت به د ملي مشارکت پر بنسټ جوړوي


ښاغلي کرزی په خپلو خبرو کې وویل، چې زموږ حكومت د اداري فساد له اړخه ډير بدنام شوى دى
ښاغلي کرزی په خپلو خبرو کې وویل، چې زموږ حكومت د اداري فساد له اړخه ډير بدنام شوى دى

حامد كرزى يو وروسته له هغې، چې د انتخاباتو خپلواك كميسون د دوهم ځل لپاره ولسمشر اعلان كړ، له خپلو مرستيالانو سره په يوه خبري كنفرانس كې راڅرګند شو او په خپل راتلونكې حكومت كې يې د اداري فساد پر ضد د لا ګړندۍ مبارزې هوډ وكړ.


حامد كرزي د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون پريكړه، چې نوموړى يې د جمهوري رياست د انتخاباتو ګټونكى اعلان كړ تاييد كړه او ويې ويل دا د يوه كس نه بلكې د افغانستان د ټولو خلكو بريا وه، چې د انتخاباتو د پروسې تر پايه ودريدل.

حامد كرزي دا ومنله، چې حكومت يې د اداري فساد له امله بدنامه شوى دى او ويې ويل، چې د حكومت او هېواد په لمن به د دې تور داغ د لرې كولو لپاره هلې ځلې وكړي:


"زموږ حكومت د اداري فساد له اړخه ډير بدنام شوى دى، زموږ به دا هڅه وي، چې په هر عنوان، په هر ترتيب او ممكنه هڅه، چې كيږي، دا داغ له خپلې لمنې، ددې خاورې او حكومت له لمنې پاكه كړو.

داسې كوښښ وكړو، چې د افغانستان ولس او هم نړېوالې ټولنې ته ثابت شي، چې افغانان په خپله هڅه كې صادق دي او بريالي كيږي."

هغه د انتخاباتو له خپلواك كميسيون، افغان امنيتي ځواكونو، نړېوالې ټولنې او ټولو كانديدانو، چې په دغې پروسې كې يې برخه اخيستې وه مننه وكړه.

حامد كرزي وويل، هيله يې دا وه، چې ډاكتر عبدالله عبدالله د انتخاباتو په پروسې كې تر پايه پاتې شوى و او د جمهوري رياست د انتخاباتو دوېم دورهم ترسره شوى و.

حامد كرزي د خپل راتلونكې حكومت په اړه وويل، دا به د ټولو افغانانو حكومت وي او ملي مشاركت به يې د پخوا په شان يو ټينګ اصل وي.

ښاغلي هيله څرګنده کړه، چې هيڅوك به د ده له حكومت نه ځان بهر ونه بولي.

حامد كرزي هوډ څرګند كړ، چې د جمهوري رياست په خپلې راتلونكې دورې كې به په ټول هېواد كې د ثبات ټينګولو او له وسلوالو مخالفينو سره د روغې جوړې هلې ځلې وكړي:

"موږ به داهڅه هم وكړو، چې انشا الله ژر تر ژره دې خاورې ته بشپړه او سراسري سوله راشي.

په خپلو طالبانو وروڼو او نورو به غږ وكړو، چې د خپلې خاورې غيږيې ته بيرته راستانه شي او په دې برخه كې به له نړېوالې ټولنې څخه همكاري او همغږي وغواړو."

حامد كرزي زياته كړه، هڅه به وکړي، چې د سيمې له هېوادونو، ګاونډيو او په ځانګړې توګه د امريكا له متحده ايالاتو سره ستراتيژيكې اړيكې لا ټينګې كړي.

كه څه هم حامد كرزي د جمهوري رياست په خپلې لومړۍ دوره كې په ګڼو برياليتونو هم ستايل كيږي، خو اداري فساد، د نا امنيو ډېرېدل او د مخدره مواد پر ضد پڅه مبازره هغه څه وه، چې له امله يې د ده په حكومت سخت نیوکي كېدل.

د افغانستان اكثره خلك، چې له يادو شوېو ستونزو ځوريدلي دی، له حامد كرزى نه دا ځل د دې ستونزو په له منځه وړلو كې د خپلو ژمنو د ترسره كولو لپاره د جدي او عملي اقداماتو غوښتونكي دی.
XS
SM
MD
LG