د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

نړۍ له ایرانه غواړي چې د یورانیمو په اړه وړاندیز ته دې زر ځواب ووايي


پر ایران نړیوال فشارونه ددې سبب کیږي، چې دغه هیواد د ملګرو ملتونو د مزاکره کونکي هغه وړاندیزونه ومني، چې له مخې یې د ایران د اټومي پروګرام په اړه نړیوالې اندېښنې کموي.

د ملګرو ملتونو د نړیوالې اټومي انرژۍ د څارنې د ادارې مشر محمد البرادعي پر ایران ټینګار وکړ، چې دې معاملې ته ډیر زر ځواب ووایي، چې پر اساس یې تهران د سون لپاره خام یورانیم د غني کولو لپاره بهر ته واستوي.
((مونږ له ایران څخه له دې امله غواړو چې زر تر زره زما وروستي وړاندیز ته ځواب ووایي، چې د متحد ایالاتو، روسیې او فرانسې په ابتکار برابر شوی دی.
له دې وړاندیز څخه هدف یوې نوې لړۍ ته د ایران ننوتل دې، چې کولای شې د باور او اعتماد د رامنځته کیدو سبب شي او د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ د واقعي او هر اړخیزو خبرو لپاره د لارې اواورول دي. ))
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ ملی بنډ او د هغه روسیي سیال سرګي لاوروف هم په مسکو کې ورته نظرونه څرګند کړي دي :
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر وايي:
(( مونږ دواړه له تهران څخه غواړو، چې د ایران د ریکټورونو په اړه شوي وړاندیز زر تر زره ځواب کړي.))
د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وویل، ایران له یوې حساسې شیبې سره مخامخ دی. ددې وړاندیز منل به ددغه هیواد لپاره یوه ښه نښه وي، چې له یوې خوا به ایران نه منزوي کیږي، او بل لور ته به د نورو هیوادونو همکاري ورسره وي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر برنارډ کوچنر ویلي، له ایران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو خبرې به وروستی ځنډ ونه شي زغملای.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د وړاندیز شوې موافقې په اړه د څیړنې لپاره وخت غوښتی.
د نړیوالې اټومي انرژۍ په اداره کې د ایران استازي علي اصغر سلطاني وویل: تهران په ویانا کې د نورو خبرو لپاره تیار دی، چې د اټومي سون موادو د جزییاتو په اړه نور هم کار وشي.
XS
SM
MD
LG