په دې وروستيو کې د ترکيې د بهرنۍ پاليسۍ په اړه يوه ټلويزيوني مباحثه جوړه شوې وه، د ترکيې د بهرنيو چارو شپږو پخوانيو وزيرانو د ترکيې د بهرنيو چارو اوسني وزير احمد داود اوغلو ته د هغه د ښو اجراتو له کبله مثبته رايه ورکړه.
په دغو شپږو وزيرانو کې د سوسيال ډيموکرات ګوند ځينې منتقد غړي هم شامل وو، چې د عدالت او پرمختګ پر اوسني حکومتي ګوند يا (AKP) تل انتقاد کوي. په دې اړه د ازادۍ راډيو د خبر مرکز يو راپور برابر کړى چې پښتو بڼه يې دلته لولئ.
اوغلو مخکې د لومړي وزير رجب طيب اردوغان ځانګړى سلاکار و، وروسته په اپرېل مياشت کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير شو، چې د بهرنۍ پاليسۍ په برخه کې د متفکر مغز حيثيت لري، کله کله خو آن د ترکيې کسينجر ګڼل کېږي، کسينجر د امريکا د بهرنيو چارو وزير تېر شوى دى.
د ترکيې خلک هيله لري د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر خپل شخصيتونه، ښارونه او نور اجرات د پرمختګ په حال کې وويني، خو داود اوغلو دا ډول مقايسه نه خوښوي، د سياسي علومو يوپنځوس کلن پروفيسور د بهرنۍ پاليسۍ په برخه کې يو نوښتګر او ايجادوونکى ګڼل کېږي، سره له دې چې د حکومت د عدالت او پرمختګ ګوند له پيله پر ده فشارونه زيات کړي دي.
داسې ښکاري چې له پيله له ګاونډيو هېوادونو سره کومه ستونزه نه لري او په دوديز ډول له لوېديځ سره ښې اړيکې پالي.
لوېديځ، روسيه او د نړيوالې ټولنې زيات غړي د ترکيې او ارمنستان د هغه تړون پر لاسليکولو خوشحاله شول چې له مخې يې د دغو دوو هېواودنو پارلمانونو ډيپلوماتيکي اړيکې له سره پيل کړې او تر يوې پېړۍ شخړو وروسته يې خپلې پولې پرانيستې.
دغه تړون تر ډېره د اردوغان شخصي اجراات او پلان ګڼل کېږي. ده په ٢٠٠٨م کال کې په خپلو شخصي هڅو سره د اسرائيلو او سوريې ترمنځ د منځني ختيځ د سولې په اړه غيرمستقيم کوښښونه وکړل، د بش ادارې دغو هڅو ته د شک په سترګه کتل، دغو کوښښونو د ځينو دليلونو له مخې کومه د پام وړ نتيجه ورنه کړه.
له روسيې او ايران سره د ترکيې روابط د ښه کېدو په حال کې دي، چې په غرب کې يې د خلکو پام ځان ته اړولى، په عين حال کې د ترکيې صدراعظم اردوغان په تېر ژمي کې پر غزې د اسرائيلو پر حملو انتقادونه وکړل او دوې اوونۍ مخکې يې په ترکيه کې د ناټو له هوايي اډې څخه د اسرائيلو استفاده کول وځنډول، دې کار په واشنګټن او اروپا کې ځينې محافظه کاران دې ته وهڅول چې له انقرې څخه وغواړي ترڅو له اسرائيلو سره د ښو روابطو پر پاللو بيا غور وکړي.
پر ايران د اسرائيلو د يوې بالقوه حملې احتمال کېږي، يوه امريکايي تحليلوونکي مايکل روبين په دې وروستيو کې ومنله چې ترکيه د ايران پلوي کوي.
له ١٩٢٣م کال يعنې د ترکيې جمهوريت له ايجاد راهيسې انقره په دې هڅه کې ده چې د خپلو ګاونډيو هېوادونو په پرتله له لوېديځ سره ښې اړيکې ولري. د ترکيې په اړه د داود اوغلو د لس کاله مخکې خپاره شوي کتاب (سټراتيژيکه ژورتيا) کې راغلي: ”ترکيه د اروپايي ټولنې او کلتور يوه طبيعي برخه ده“
دواړه، داود اوغلو او طيب اردوغان په ترکيه کې په کلتوري لحاظ خپل نفوذ لري، دوى محافظه کاره دي او مذهبي فکر لري، له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو پراختيا غواړي، نن ترکيه د سياسي او اقتصادي اغېز له کبله د سيمې په کچه په يوه اغېزناک هېواد بدله شوې ده.
د ترکيې دغو دوو مشرانو په خپل تشويق سره د عربي هېوادونو د ملياردونو ډالرو په ارزښت پانګه ترکيې ته راستنه کړه او غواړي دغه هېواد د تېلو او ګازو د انتقال او ترانزيت په يوه مهم مرکز بدل شي چې ختيځ او اروپا ته به د انتقالېدو لار ولري.
په لوېديځ کې ځينې کسان په دې باور دي چې ترکيه غواړي دوه اړخيزې اړيکې وپالي، له يوې خوا د ايران او سوريې په څېر سرکش هېوادونه خپل کړي له بلې خوا د غرب ارزښتونو ته متعهده پاتې شي.
د نورو په ګډون د ترکيې مخالف ګوند هم په دې هدف پسې دى. دا هغه څه دي چې داود اوغلو يې ردوي او وايي د ترکيې بهرنۍ پاليسي د پرمختګ په حال کې ده. دى وايي په سيمه کې امن د پراخېدو په حال کې دى، د سيمې هېوادونه له يو بل سره ښې اړيکې لري چې دا لوېديځ او نورې نړۍ ته ښه زېرى دى.