د افغانستان دیني ع شورا د نوبتي غونډې په مصوبه كې راغلي دي، چې:
د هېواد علماو په مركز او ولايتونو كې، له ټولوهېواد والو څخه په كلكه هيله كوي، چې د جمهوري رياست د انتخاباتو په دوهم پړاو كې، چې د لړم د مياشتي په شپاړلسمه ورځ به ترسره شي، فعاله برخه واخلي.
د افغانستان د علما د سراسري شورا د مشر تابه هيئت غړي مولوي قيام الدين كشاف وويل، دوى د انتخاباتو ملاتړكوي، ځكه، چې اولس سولې ته نږدې كولى شي.ده وويل:
"موږ د ده وخت د غوښتنو په نظر کې نیولو سره هغه څه وړاندې کړي، چې هغه د دې ملت لپاره د زخمونو د پټې ایښودو حیثیت لري .
اساسي ستونزه د افغان ملت بد امني ده، زموږ غوښتنه د داده چې دا حکومت د خدای په خیر راولي او راتلونکي حکومت باید د انتخاباتو په نتیجه کې راشي او لومړی باید د امنیت د تامین په برخه کې ګام واخلي."
مولوي كشاف دا هم وويل، دعلماو شورا د انتخاباتو وروسته، له منتخب ولسمشر څخه هيله كوي، چې، د كار په پيل كې دې، د مخالفينو په ګډون د يوى پراخې عنعنوي جرګې جوړېدو ته پلان ترتيب كړي، تر څو په مخالفتونو رغنده بحثونه وشي او سولې ته د رسېدلو لاره لنډه كړي، ده وويل:
"د مخالفینو نومونه، چې د بهرنیو په تور لیست کې دي او انعام پرې تړل شوي د دې لیست نه دې د دې خلکو نومونه وویستل شي.
د دې خلکو د مصونیت تضمین به افغان حکومت او ملګري ملتونه هم کوي څو، چې دواړه خواوې سره راضي نه وي او شرایط سره تبادله نه کړي نو ښکاره خبره ده، چې جوړه نه کیږي موږ دا غوښتنه لرو، چې یو داسې میکانیزم دې ورته وضع شي، چې هر چاته په کې د خپل شرط د وړاندې کولو مجاز وي ،زموږ مطلب د مخالفینو نه افغانان دي، افغاني طالبان یا حزب اسلامي."
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې، د هېواد د جمهوري رياست د دووكانديداونو" حامد كرزي اوعبداله عبداله " ترمنځ دوهم ځلي انتخابات به دلړم د مياشتې په شپاړلسمه نېټه ترسره شي.
په دې هكله كار پوهان وايي، د انتخاباتو په ترسره كېدو كې د هېواد علما او مذهبي شخصيتونه، ستر رول لوبولى شي.