د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۰

د دوشنبې ، د لړم څلورمه نېټه


د کابل ګڼو ورځپا ڼو د دوشنبې په ورځ هم خپلې ډېرې لیکنې او مقالي په افغانستان کې دولسمشرۍ د انتخاباتو د دویم پړاو پر بېلا بېلو اړخونو لیکلې دي :

اراده:

د ارادې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د انتخاباتو د دوهم دور په اړه يو مطلب كې ليكلي، چې د انتخاباتو په را رسېدو سره سياسي كړۍ په هېواد كې دوه قطبي شوي دي.

د دغي مطلب ليكونكي تبصره كړې چې انتخابات د لويديځ تر فشار لاندي دوهم دور ته ځي.

ورځپاڼې په بل مطلب كې په هېواد كې د ناټو د نوې ستراتيژې د سرته رسولو مسلي ته په اشاره ليكلي، چې اوس اصلي تمركز د ملكي وګړو د ژوند پر خونديتوب كيږي.

انیس:

د انيس دولتي ورځپاڼې د خپلې دې ګڼې په سر مقالې كې په انتخاباتو كې د خلكو پر ګډون ټينګار كړې او ويلي، چې د انتخاباتو په لومړي دور كې خلكو خپل سياسي جرات وښودو، چې په دوهم دور كې به هم داسي وكړي.

د دې مطلب ليكونكي ليكلي، چې خلك پوهيږي، چې په انتخاباتو كې ګډون په هېواد كې د سولې اوامن په راوستو كې مرسته كوي.

ورځپاڼې د افغانستان پاكستان د اړيكو په اړه يو مطلب خپور كړې او ليكلي، چې پاكستان له افغانانو سره له كيني ډك چلند كوي.

ویسا:

ويسا ورځپاڼې د خپلې دې ګڼې د لومړي مخ په سركې انتخاباتو ته د تېارېو په اړه ليكلي، چې لوژستيكي مواد او د رايې وركونې پاڼې د افغانستان ۱۲ ولايتونو ته استول شوي دي.

ورځپاڼې په بل مطلب كې په افغانستان كې د سولې په راوستو كې د قومي مشرانو او مخورو رول څيړلې او ليكلي، چې د قومي مشرانو له رول څخه په ګټې په ټولو ولايتونو كې به قومي شورا ګانې جوړې شي.

ويسا په كابل كې د هغو مظاهرو په هكله هم يو خبر خپور كړی، چې ويل يې ايران او پاكستان د افغانستان له اوبو په وړيا توګه استفاده كوي.

ارمان ملي:

ارمان ملي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د انتخاباتو په اړه په يوه مطلب كې ليكلي، چې په دوهم دور كې د درغلۍ په مخنيوي سره بايد د سياسي كړكيچ مخه ونيول شي.

د دغې مطلب ليكونكې ټينګار كړی، چې په انتخاباتو كې د مشكلاتو په رامنځ ته كېدو سره به په هېواد كې د قدرت تشه رامنځ ته شي.

ورځپاڼې په بل مطلب كې په انتخاباتو كې د خلكو ګډون ته پام اړولی او ليكلي، چې د انتخاباتو اصلي اړخ په انتخاباتو كې د خلكو ګډون دی، چې دغو انتخاباتو ته مشروعيت وربخښي.

اصلاح:

د اصلاح او هېواد دولتي ورځپاڼو هم يو لړ مطالب خپاره كړي.

هېواد ليكلي، چې بايد د انتخاباتو په دوهم دور كې ټول ځواك د امنيت لور ته واړول شي، خو اصلاح بيا په دې ټينګار كوي، چې خلك دې په دې انتخاباتو كې په پراخه توګه برخه واخلي.

۸ صبح:

د ۸ صبح ورځپاڼې هم د جمهوري رياست د انتخاباتو پر دوهم دور تبصره كړې او ليكلي، چې د انتخاباتې كمپاين او د انتخاباتو د جوړېدو هيڅ جدي نښې نه ليدل كيږي.

ورځپاڼې د لړم د مياشتې د شپاړلسمې نېټې انتخاباتو ته پام اړولې او ليكلي، چې امنيتي ستونزي نه شي كولای، چې د انتخاباتو په وړاندې خڼد وګرزي.
XS
SM
MD
LG