د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۷

د ملي شورا ګڼ شمیر څوکۍ بیا تشې پرتې دي


په لومړي دور انتخاباتو كې د انتخاباتي مبارزو په مهال هم د اكثرو وكيلانو غيرحاضري د دې سبب شوه، چې د ملي شورا دواړه جرګې په رسمي توګه د څو ورځو لپاره رخصت شي.

د افغانستان د ملي شورا ځينې چارواكي وايي، په دې ورځو كې يو ځلي بيا د جمهوري رياست دوېم دور انتخاباتو په انتخاباتي مبازرو كې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ډېرو غړېو د بوختيا له امله دا دواړه جرګې د نصاب د نه پوره كېدو له ستونزې سره مخ شوي دي.

دوى وايي، په دې سره د ملي شوار له خوا د قوانينو د تصويبيدو او نورې چارې ټكنۍ شوي دي.

د يكشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په غونډه كې د سيالۍ د ملاتړ په نوم په يوه اقتصادي قانون بحث وشو خو د غونډې د نصاب د نه پوره كېدو له امله له تصويبيدو نه پاتې شو.

د مشرانو جرګې منشي عبدالخالق حسيني پشه يي ازادۍ راډیو ته وويل، چې اكثره سناتوران يو ځلې بيا په انتخاباتي مبارزو كې بوخت شوي دي:

"تاسو خبر ياستى، چې مخكې زموږ اكثره غړي په ولايتونو كې په انتخاباتي كمپاينونو كې بوخت و. هغه لړى، چې پاى ته ورسيدله ، زموږ سناتور صاحبان خپلو غونډو ته حاضر و، خو په دې ورستيو وختونو كې، چې د جمهوري رياست انتخابات دوېم دور ته ولاړل، اوس هم زموږ سناتوران اكثره ولايتونو خوا ته روان دي، چې د خپلې خوښې كانديد ته كمپاين وكړى شي."

د افغانستان د جمهوري رياست د لومړي دور د انتخاباتو په مبارزو كې هم وكيلان او سناتوران ډير بوخت و.

هغه وخت په عمومي غونډو كې د دوى دوامدره غيرحاضرۍ د دې سبب شوه، چې ولسي جرګه او مشرانو جرګه د دوو اونيو لپاره په رسمي توګه رخصت شي.

د ولسي جرګې يو غړى عرفان الله عرفان هم وايي، چې په دې جرګې كې يو ځلې بيا د وكيلانو غيرحاضري ډيره شوې ده.

خو هغه وايي، دا د دوى په شخصي مسئوليت پورې تړلې موضوع ده، عرفان ازادۍ راډيو ته وويل:

"په دې كې هيڅ شك نشته، چې زموږ د ملي شورا په ځانګړې توګه د ولسي جرګې يوه ستونزه د نصاب نه پوره كېدل او يا غونډې ته ډير نه حاضريدل دي.

زه په خپله په دې اړه ډير انديښمن يم، كه په دوېم ځل كې هم كه چيرې دوى په انتخاباتي مبارزو كې بوخت وي، زه فكر نه كوم، چې پارلمان دې د كومې مسئلې او يا قانون د تصويب لپاره پوره نصاب ولري."

د افغانستان د ملي شورا دواړه جرګې د خپل كار په تېرو څو كلونو كې له نیوکو سره مخ ده، چې د قوانينو د تصويب، په حكومت د څارنې او نورې چارې يې وخت په وخت له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.

ځينې خلك او موكلين هم په ملي شورا نیوکي كوي او وايي، په تېرو څو كلونو كې يې د دوى له توقع سره سم كار نه دى كړى.
XS
SM
MD
LG