وحيد عمر خبري كنفرانس ته وويل، موږ په دوېم دور كې هم د انتخاباتو په شفافيت ټينګار كوو او په دې برخه كې د مربوطو ارګانونو د هرې پريكړې ملاتړ كوي.
عمر وويل، دوېم دور انتخابات يوازينى بديل وو، چې دوى يې ملاتړ كوي:
"موږ يو ځلې بيا غږ كوو، چې دوېم دور انتخابات بايد ترسره شي او له قانوني پلوه د دوېم دور هيڅ بديل نه لرو، موږ ورته بشپړ چمتوالى لرو او هيله من يو، چې په برياليتوب سره به د انتخاباتو له دوېم دور نه هم تېر شو."
ښاغلي عمر وويل، ټول هغه سياسي ګوندونه، مدني ټولنې او نور سازمانونه تر اوسه پورې له حامد كرزي سره ولاړ دي، چې په لومړي دور كې يې د ملي مشاركت په توګه ور څخه ملاتړ كړى و.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل، موږ بيا هم پر وسلوالو مخالفينو غږ كوو، چې دا پروسه ګډوډه نه كړي او خلك پريږدي، چې ګډون وكړي.
وسلوالو طالبانو يو ځلې بيا د يوې اعلاميې په خپرولو سره د جمهوري رياست د انتخاباتو د دوېم دور د ګډوډولو ګواښ كړى او ويلي يې دي، چې خلكو ته به د ګډون اجازه ورنه كړي.
د افغانستان د جمهوري رياست د دوېم دور د انتخاباتو په لومړۍ ورځ په كابل كې ښار كې د انتخاباتي مبارزو نښې او نښانې نه ترسترګو كيدې.
د كابل ښار په اكثرو سړكونو او واټونو كې د لومړي دور انتخاباتو يو شمير پوسټرونه او نورې تبليغاتي پاڼې لا تراوسه پاتې دي، خو داسې ډيرې لږې ترسترګو كيږي چې نوې دې لګيدلي وي.
كله مې چې د كابل له يوه اوسيدونكي څخه د كمپاين د پيليدو په اړه وپوښتل هغه وويل:
" زما نوم شيرمحمد دى، د كابل ښار اوسيدونكى يم. تراوسه پورې خو انتخاباتي كمپاين نه دى پيل شوى، پخوانى كمپاين په زور كې و، عكسونه و، خلك و، خو تراوسه پورې خو څه خبره نشته، هيڅ عكس يا بل شى نشته."
ټاكل شوې چې د افغانستان د جمهوري رياست د دويم دور انتخابات د جمهوري حامد كرزي او د هغه د اصلي سيال ډاكتر عبدالله عبدالله ترمنځ د راروانې ميلادي مياشتې په اومه نيټه ترسره شي.