د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

د افغانستان د څيړنې او ارزونې اداره وايي دویم پړاو انتخابات به هم ستونزمن وي


د افغانستان د څيړنې او ارزونې ادارې چارواكي وايي، امكان لري د جمهوري رياست په دويم دور كې هم ستونزې موجودې وي خو په كار ده چې له تيرو درسونو نه ګټه واخيستل شي.

د افغانستان د څيړنې او ارزونې اداري چارواكي وايي، د خلكو كمه ونډه، درغلي، د وخت كموالى او نا امني هغه ستونزې دي، چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون ښايي د جمهور رياست د دوېم دور د انتخاباتو په ترسره كولو كې هم ورسره مخ شي.

د دې ادارې يوه مسئول نووا كوبرن د شنبې په ورځ د يوه خبرې كنفرانس په ترڅ كې وويل، د جمهوري رياست په دوېم دور انتخاباتو كې به د خلكو ونډه له دې امله كمه وي، چې په لومړي دور كې د ولايتي شوراګانو كانديدانو هم ډير خلك رايې وركول ته هڅولي وو.

كوبرن، چې د زمري د مياشتې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په اړه يې د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارې راپور وړاندې كاوه، د يوې پوښتنې په ځواب كې دوه اونى وخت هم انتخاباتو ته د چمتوالي لپاره لږ وباله:

"تر ټولو لومړى دا، چې زموږ د څيړنې يوه نتيجه دا وه، چې ډېرو خلكو په انتخاباتو كې د سيمه اېزو لاملونو له مخې هم ګډون وكړ.

د ولايتي شوراګانو ډېرو كانديدانو خلك په انتخاباتو كې ګډون كولو ته وهڅول، زه فكر كوم، چې له همدې امله ، چې ډېر خلك لومړي دور انتخاباتو زړه توري كړي دي، په دويم دور كې به د خلكو ګډون ډير لږ وي. زه په همدې نظر يم.
او د درغليو په اړه ستاسو د پوښتنې په ځواب كې بايد ووايم. زما په فكر د انتخاباتو لپاره دوه اونۍ وخت يوه لويه ستونزه ده او زه پوهيږم، چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون اوس ډير سخت كار كوي، چې ځينې دغه ستونزې هوارې كړي."

د زمري د مياشتې د ولايتي شوراګانو په اړه د افغانستان د څيړنې او ارزونې د ادارې د راپور په يوې برخې كې ويل شوي، په دغو انتخاباتو كې خلكو د قومي او سيمه اېزو سلسلو په اساس په ډله اېزه توګه راېه وركولو ته ترجيح وركړې تر دې، چې په انفرادي توګه د خپلې رايې په اړه پريكړه وكړي.

په راپور كې ويل شوي دي، چې په افغانستان كې بايد د جمهوري رياست د انتخاباتو په شان ولايتي او سيمه اېزو انتخاباتو ته هم پوره پاملرنه وشي.

بل خوا د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون بيا وايي، چې د جمهوري رياست د انتخاباتو دوېم دور ته چمتوالى يې له پخوا نه د كاري پلان يوه برخه وه.

دا كميسيون وايي، چې د جمهوري رياست د دوېم دور انتخاباتو لپاره يې ولايتونو ته د لوژيستيكي موادو رسول پيل كړي دي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون يوه غړي فضل احمد معنوي ازادۍ راډيو ته وويل، دوېم انتخابات به هم د ټولو خواوو همكارى ته اړتيا ولري:

"موږ هيله من يو، په دې دوو اونيو كې هم، چې په مخ كې يې لرو، د ټولو ملګرو همكاري ولرو. دا يوه ملي پروسه ده او د افغانستان په ټولو خلكو پورې اړه لري او دوى بايد له موږ سره په بېلابېلو برخو كې مرسته وكړي.

كه څه هم وخت كم دى خو زموږ باور دى، چې لا ښه انتخابات به ترسره كړو."

ټاكل شوې، چې په افغانستان كې د جمهوري رياست د انتخاباتو دوېم دور د راتلونكې ميلادي مياشتې په اومه نېټه د ولسمشرحامد كرزي او د هغه د اصلي سيال عبدالله عبدالله ترمنځ ترسره شي.

سره له، چې د دغو انتخاباتو د امنيت په اړه اندېښنې موجودې دي، خو افغان چارواكي وايي، هڅه كوي، چې خلكو ته په كې د پراخ ګډون زمينه برابره كړي.
XS
SM
MD
LG