د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

کرزی : لویدیځ خپلې ژمنې نه دي پوره کړي


کرزي سي این این تلویزون ته مرکه کې وویل نړېوال ځواکونه باید اشغالګر نه وي او یوازي د طالبانو د وژلو اوتعقیب په مقصد باید دلته رانه شي.
کرزي سي این این تلویزون ته مرکه کې وویل نړېوال ځواکونه باید اشغالګر نه وي او یوازي د طالبانو د وژلو اوتعقیب په مقصد باید دلته رانه شي.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی وایي په دوهم ځلي انتخاباتو کې د بري په صورت کې به یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي خو په دې اړه یې زیاتې څرګندونې ونه کړې.

ښاغلي کرزی وایي د زمري د ۲۹ مې انتخاباتو کې د درغلیو له ادعاو سره سره دا انتخابات پاک او صاف وو خو په افغانستان کې د ثبات په مقصد یې دوهم ځلي انتخاباتو ته غاړه کیښوده.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي له سی اين اين تلویزیون سره مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ به خپره شي، ویلي، په افغانستان کې د زمري د ۲۹ مې نیټې په انتخاباتو کې ځینې اشتباه ګانې موجودې وې خو په ټينګار سره وایم چې له دې امله مې دویم ځلي انتخاباتو ته غاړه نه ده ایښي.

ښاغلي کرزي وویل، انتخابات په مجموع کې پاک وو، خو د دویم ځلي انتخاباتو پریکړه یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د ډموکراسۍ د راتلونکې په مقصد کړې ده.

ده وویل پریکړه یې په افغانستان کې د اداري نظم سره ارتباط لري او دا کار د افغانستان د خلکو په ګټه دی.

رویټرز اژانس لیکي: جمهور رییس کرزی اصلا له دويم ځلي انتخاباتو سره موافق نه و. خو د امریکا د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو د فشارونو له وجې یې باید یا دوهم ځلي انتخابات منلی وای او یا یې د قدرت له ویش سره موافقه کړې وای.

جمهور رییس کرزي ددې پوښتنې په ځواب کې چې له خپل انتخاباتي سیال ډاکټر عبدالله سره به د ملي وحدت د یوه حکومت جوړولو ته چمتو شي، وویل، غواړي یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي او که چېری ډاکټر عبدالله وغواړي دده په حکومت کې کار وکړي نو خداي دې راولي.

د افغانستان جمهور رییس په ټینګار سره وویل دی په تفاهم او شراکت باور لري او دا دده ښه صفت دی.

جمهور رییس حامد کرزي د افغانستان په حکومتي سیستم باندي د امریکا د انتقادونو په اړه او دا چې ایا دی به د غرب لپاره یو با اعتباره شریک یا ملګری وي ، په دفاعي ډول وویل، پوښتنه دلته چی ایا لویدیځ له افغانستان سره په خپلو کړنو کي د اعتبار کوم عمل کړی؟ ایا لویدیځ افغانستان ته کړې ژمنې عملي کړي؟ ایا لویدیځ د افغانستان له حکومت سره د یوه شریک په توګه عمل کړی ؟ کرزي د سي ان ان له خبریال څخه دغه راز وپوښتل چي مشارکت څه معنی لري؟

جمهور رییس کرزي وویل، مشارکت یو طرفه سړک نه دی بلکې باید دوه طرفه وي. او دواړه لورې باید چي یو بل ته احترام وکړي.

ده وویل ، مونږ بې وزلي یو، خو یو هیواد یو ، خلک یو او ځانته تاریخ لرو او نن سبا افغانستان په هر ځای کې مطرح هیواد دی.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان ته د نوور عسکرو استول به داسې ذهنیت ایجاد نه کړي چې ګوندي دا ځواکونه د اشغال په مقصد راغلي؟ ښاغلي کرزي وویل دا اندیښنه مشروع ده.

ده وویل ، دا ځواکونه باید اشغالګر نه وي او یوازي د طالبانو د وژلو اوتعقیب په مقصد باید دلته رانه شي. دوي باید له افغانستان او افغانانو څخه دفاع وکړي او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د توان په زیاتولو کې کار وکړي. دا ځواکونه باید د ۲۰۰۲ میلادي کال په څېر د ازادي بښونوکو قواو په څېر افغانستان ته راشي نه په کوم بل نامه.
XS
SM
MD
LG