د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

ایا دویم پړاو انتخابات به د افغانستان ستونزې هورې کړي ؟


د افغانستان د دویم پلا انتخاباتو لپاره ولایتونو ته د موادو لېږدپیل شوی دی .
د افغانستان د دویم پلا انتخاباتو لپاره ولایتونو ته د موادو لېږدپیل شوی دی .

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی د نړیوالو فشارونو وروسته له دوهم ځلي انتخاباتو سره موافقه وکړه خو دا لا نده څرګنده چي د عقرب د ۱۶ می انتخاباتو وورسته به په افغانستان کی ثبات ټینګ شي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې پدي اړه یوه تحلیلي مقاله لیکلي چي مهمي برخي به یي له جان آقا الکوزي نه واورو:


له دوهم ځلي انتخاباتو سره د حامد کرزي موافقه او سلا کیدل د یوه با اعتباره حکومت د جوړیدو په لور یو ګام دی . داسي بریښي چي حامد کرزي په خپل دي تصمیم یا موافقي سره، هیواد له فلج کیدو څخه وژغوره خو په عین حال کي يې نویو خطرونو او ګډوډیو ته هم لاره خلاصه کړه.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي: د حامد کرزي له پریکړې وروسته له ډيپلوماتانو سره سمدستي دا پوښتنه پیدا شوه چی ایا دویم ځلي انتخابات به د نومبر په ۷ ممکن وي او بله دا چي د دویم ځلی انتخاباتو لپاره باید د لومړي دور انتخاباتو په پرتله زیات امنیتی ترتیبات ونیول شي . ایا دا ډاډ هم شته چی په نویو انتخاباتو کي به د تیر ځل په پرتله لږي درغلۍ وشي؟


نیویارک ټایمز لیکي: په افغانستان کي د راتلونکی دريو اوونیو نا معلوم حالت د افغان حکومت او لویدیځو متحدینو لپاره د کش مکش او بزکشۍ ډګر پرانست او وبه لیدل شي چی د ګډوډیوله ګرداب څخه د راوتلو په مقصد به کرزی او ډاکټر عبدالله په کومې معاملې باندي سلا شي . دا کار به ددي دواړو او دغه راز متحده ایالاتو او نورو متحدینو لپاره سیاسي خطرونه هم ولري.

ورځپاڼه د ډيپلوماتانو له خولي لیکي، اوس د کرزي او عبدالله تر منځ د جوړ جاړي او پخلایینی هلی ځلي باید جدي شي . ډاکټر عبدالله داسي اشاري ورکړي چی دی خبرو او جوړ جاړي ته حاضر دی خو حامد کرزي د سې شنبې د ورځي په خبري کنفرنس کی داسي وښودله چی دي کار ته نه دی حاضر.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی: حامد کرزی چی په خبري کنفرانس کې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د رییس جان کیری په څنګ کي ولاړ اوله ۲۰ ساعتو خبرو او فشارونو وورسته په دوهم ځلی انتخاباتو ته راضي شو، د ایتلافی حکومت په اړه یي وویل، ایتلاف مشروعیت نه لري او ناممکن دی.

ورځپاڼه لیکي: که کوم سازش یا جوړ جاړي وشي نو په هغه صورت کې باید چي ډاکټر عبدالله کرزي ته تېر شي او ددې کار په بدل کې باید ده ته په حکومت کی مهمي څوکۍ ورکول شي . که عبدالله وروسته په اساسي قانون کی بدلون راولی نو د کرزي قدرت به کم کړي.

نیویارک ټایمزو وړاندی لیکي: حامد کرزی په انتخاباتو کي ستري درغلۍ نه منی او وایي، دا د راي ورکونکو ګناه نده. دا چی ولی د دوي د رایو احترام ونشو دا به وروسته معلومه شي. اوس یي وخت ندی.

ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم چي ځیني کسان د کرزي او عبدالله تر منځ اییتلاف د یوه با اعتباره حکومت د جوړولویوه لار بولي خو د جمهور رییس بارک اوباما د ادارې زیات شمېر چاوراکي پدي اړه اندیښمن دي او وایي پدي کار سره به په افغانستان کي شخړي او مصیبتونه نور هم زیات شي او دغه راز به ددي دواړو کسانو تر منځ دښمنۍ هم پراخي شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په خپل تحلیل کي لیکي: دا څرګنده ده چي نړیوالو څارونوکو په پوره فشار سره د حامد کرزی دومره راي باطلې اعلان کړي چی دی یي دوهم ځلی انتخاباتو ته ور ټیل واهه. امریکاییانو هم جمهور رییس کرزي ته وویل، دی باید ومني چی په لومړي دور کی يي لازمي راي نه دي پوره کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان د انتخاباتو لانجه د امریکا د بهرنیو چارو وزېری هیلری کلنټن او سناتور جان کیري ته حواله شوي چی دي دواړو کسانو پخپله هم د انتخاباتو داغونه خوړلي او اثرات یي تر اوسه هم تازه دي.

سناتور کیري د سې شنبې په ورځ په یوې مرکي کي وویل، ما جمهور رییس کرزی ته وویل، سړی ځیني وختونه له سختو شیانو سره مخامخ کیږي.

نیویارک ټایمز لیکي: د جمهور رییس اوباما امنیتی مشارو جنرال جیمز جونز او د دفاع وزېر رابرت ګیتس د افغانستان د دفاع وزېر جنرال رحیم وردګ ته ویلي و چي حامد کرزي ته دي قناعت ورکړي چی دوهم ځلي انتخابات ومني. جنرال وردک حامد کرزي ته په ټیلفون کي یو ډول ګواښ هم کړی و.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وړاندي لیکي: د تېري جمعې په ورځ سناتور جان کیري په کابل کي له امریکایي ځواکونو سره ډوډۍ خوړله چي په کابل کي د امریکا سفېر کارل ایکنبری ورته وویل، حامد کرزی غواړي د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون پریکړه رد کړي او په دی کار سره به افغانستان د مصیبتونو کندې ته وغورځي. سناتور کیري د جمهوري ریاست ماڼۍ ته لاړ او د څلورو ورځو په مودي کي یي یو لړ غونډې وکړي.

د جمعي په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزېري هیلري کلنټن هم څلویښت دقیقی په ټیلفون کی له حامد کرزی سره خبری وکړي خو کرزی ورته وویل ، ده ته د منلو وړ نده چي د افغانستان د جنوب د راي ورکوونکو شاوخوا یو میلون رای دی باطلی اعلان شي. کلنټن له کرزي سره خواخوږي وښودله خو دا يی وویل که چیری په دويم ځلي انتخاباتو کي دی بریالي شي هغه مهال به یی مشروعیت او اعتبار لا زیات شي.

د انګليستان صدراعظم ګورډن براوون هم د جمعي په ورځ له حامد کرزي سره دري ځلي په ټیلفون کي خبري کړي وي. یو اروپایي دپلومات وایي براون ویلي وو، کرزی باید د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون پریکړه ومنی او کنه نو د لویدیځ له ملګرتیا څخه به وایستل شي.
XS
SM
MD
LG