د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

د اسټرالیا د دفاع وزیروایي ځواکونه به یې له ضرورت پرته یوه ورځ هم په افغانستان کې پاتې نه شي


هغه دا څرګندونې دناټو د دفاع وزیرانوپه غونډه کې له ګډون مخکې کړي. دناټو ددفاع وزیرانو غونډه د سلواک جمهوریت په پایتخت براتیسلاوا کې جوړیږی.

دناټو ددفاع وزیران به په دې غونډه کې چې د سلواک جمهوریت په پایتخت براتیسلاوا کې جوړیږی، په راتلونکې کې د دې تړون پروظایفو چې په اوس وخت کې یې افغانستان داجنډا په سرکې ځای لري، خبری وکړي.

له افغانستان څخه د دفاع دوزیر جنرال رحیم وردګ په مشرۍ یوه هییت هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

په افغانستان کې دناټو د ماموریت په چوکاټ کې د دې تړون له اته ویشتو غړیو سربیره داسترالیا په ګډون یوشمیر نورهیوادونه هم ونډه لري.

اسټرالیا څه باندې یونیم زر سرتیري په ارزګان کی ځای پرځای کړي دي.

له استرالیا سربیره ځینو نوروهیوادونو منجمله ددې تړون یوشمیر غړیوهم په وروستیو کې داسې نښې نښانې ښودلي چې غواړي له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.
په دې اړه تفصیل نوریاس نوري وړاندې کوي.


د استرالیا د دفاع وزیر جان فالکنر وایی ځواکونه به یې له ضرورت پرته یوه ورځ هم په افغانستان کې پاتې نه شي.

فالکنر دناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون په مقصد د سلواک جمهوریت مرکز براتییسلا و ته له تګ مخکې وویل، داسترالیا ځواکونه به د دری پنځو کالو په موده کې د جنوبی سیمودامنیتي چارو مسولیت په خپله افغان پوځیانو ته چې په اوس وخت کې داسترالیایی روزونکو له خوا روزل کیږي، وسپاري او له دې هیواده به ووځي.

هغه زیاته کړه په اوس وخت کې په افغانستان کې استرالیایي عسکرو چی شمیر یې ۱۵۵۰ تنو ته رسیږي، په ارزګان ولایت کې د افغانستان د ملي اردو د روزنې پرچارو ډیرتمرکز کړی څو دوی دی ته اماده کړي چې هرڅومره ژر پخپله د دې ولایت امنیتي چارې سمبالې کړي.

د استرالیا د دفاع وزیرپه دې ټینګار وکړ چې په دې پروګرام او اهدافو کې به یې هیڅ ډول تغیر رانه شي.

خو نوموړي په دې اړه چی ایا استرالیا به په افغانستان کې دناټو اوامریکایی ځواکونود عمومی قوماندان جنرال سټینلی مک کریستل غوښتنی ته مثبت ځواب ووایی که نه؟ له خبرو کولو ډډه وکړه.

مک کریستل دی هیواد ته دوسله والو طالبانو په وړاندی د جګړی د پیاوړی کیدو لپاره د په لسګونو زره نورو عسکرو دورلیږلوغوښتنه کړیده.

داسترالیا په پارلمان کی د اپوزیسیون ډله حکومت په دی تورنوی چی غواړی له وخته مخکی له افغانستان څخه خپل عسکر وباسی. خو د دی هیواد صدراعظم وایی ځواکونه به یی ترهغو پوری له افغانستانه ونه وځی څوپه ارزګان ولایت کی یی دافغان امنیتی ځواکونو او د ولایتی اداری د مامورینو روزنه بشپړه کړی نه وی.
کیوین راد وویل هیواد یی په ارزګان کی په یوه اوږده جنجال کی بند پاتی دی.

د استرالیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز دهوایی ځواکونو مارشال الن ګرانت هوستون څه موده مخکی ددی هیواد د سنا جرګی ته ویلی وو چی ارزګان دافغانستان یواځینی ولایت دی چی په روان کال کی پکی دشخړیو اندازه کمه شویده.
XS
SM
MD
LG