د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

افغان امنیتي چارواکي وايي دوهم ځل انتخاتو لپاره یې ټينګ امنيتي تدابيرنيولي دي


د افغانستان د دفاع او كورنيوچارو د وزارتو ویندویان وايي، چې د دویم ځل انتخاباتو د امنيت لپاره جدي تدابيرلري.
د افغانستان د دفاع او كورنيوچارو د وزارتو ویندویان وايي، چې د دویم ځل انتخاباتو د امنيت لپاره جدي تدابيرلري.

د افغانستان د دفاع او كورنيوچارو د وزارتو چارواكي وايي، چې د دوهم ځل انتخاباتو د امنيت لپاره جدي تدابيرلري او په دې برخه كې لومړۍ درجه احضارات يا امادګي نيول شوي ده.

د كورنيوچارو وزارت وياند زمري بشري د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، چې د انتخاباتو د امنيت د ټينګښت لپاره خاص پلان جوړشوى، چې په مركز او ولايتونوكې به د پوليسوله خوا عملي شي.

ښاغلي بشري څرګنده كړه، چې د افغان او بهرنيو ځواكونو تر منځ د دوهم ځل انتخاباتود امنيت د ټينګښت لپاره پوره هماهنګي موجوده ده او انتخابات به په ټولو ولايتونو كې په ډاډمنه فضا كې ترسره شي:
ښاغلي بشري وویل چې په مرکز او ولایاتو کې ډیر په سرعت سره پردې پلان باندې کار روان دی


"په مرکز او ولایاتو کې ډیر په سرعت سره پردې پلان باندې کار روان دي د دې تر څنګ ښاغلې وزیر صاحب اتمر ټولو پولیسو ته هدایت ورکړی، چې سر له نن به دوی په اوله درجه دوی اظهارات ولري."

دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې په تېرو انتخاباتوكې هم د افغان او بهرنيو ځواكونو له ټولو امنيتي تيارو سره سره د افغانستان په دروېشتو ولايتونو كې حملې وشوې، چې له امله يې لسګونه پوليس، د ملي اردوسرتېري اوعام خلك مړه او ټپيان شول.

ان تردې ولسمشركرزي په خپله هم د انتخاباتوله پاى ته رسېدوڅخه وروسته وويل، چې په بېلابېلو ولايتونو كې تر يوسلو ديرشو زياتې حملې وشوې او خلكو ته مرګ ژوبله واوښته.

خو د دفاع وزارت وايي، چې د تېرو انتخاباتو له تجربوڅخه به د دې انتخاباتو د امنيت په ټينګښت كې استفاده وشي او هغه ناخوالي او ستونزې، چې له امنيتي پلوه په تېرو انتخاباتو كې وې په دوهم پړاو انتخاباتو كې به نه وي.

ددې وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي وويل، چې څه باندې درې سوه زره پوليس، ملي اردو او بهرني سرتېري د انتخاباتود امنيت د ټينګښت په برخه كې ګمارل كيږي او دده په خبره د دولت وسله وال مخالفين به ونشى كولاى، چې په انتخاباتوكې خلكوته خنډ جوړ كړي:

"امنيتي وضعې تغيركړى په ډيرو ولايتونوكې امنيت د تېرو دوو مياشتوپه مقايسه ښه شوى، بله خبره داده، چې ترهګروخپلې مالي منابع او نورامكانات په تېرو انتخاباتوكې له لاسه وركړل اواوس كمزوری شوی دغه راز د طالبانوپه وړاندې سيمه ايزتحركات او خوزښتونه هم د انتخاباتود امنيت لپاره مثبته اغيزه لري."

خو يو شمېر پوځي كار پوهان د امنيتي چارواكو له دغو څرګندونو سره، چې ګوندې دوهم پړاو انتخابات به په ښه او ارامه فضا كې ترسره شي موافق نه دي.

پوځي كار پوه جنرال امرالله امان وايي، چې تېرو انتخاباتو ته له څو مياشتونه امادګي نيول شوې وه خو بيا هم د ده په خبره ډيرې پيښې وشوې، دى څرګندوي، چې اوس مهال په ځينوسيموكې امنيتي ستونزې لا زياتې شوي او انتخابات به له امنيتي پلوه ډيرې ستونزې ولري:

"زما اندېښنه زیاته ده چې په لمړي ځل انتخاباتوکې دوی هم دا خبره وکړه او بیا خپلې ژمنې ترسره نه کړی، چې ان تر دې بیا وروسته د خلکو ګوتې پرې شوی."

ټاكل شوی ده په افغانستان كې د ولسمشرۍ دوهم پړاو انتخابات د روان كال دعقرب يا لړم په شپاړلسمه نېټه ترسره شي، خوسړې هوا اوشته نا امنيوته په كتوسره د دې هېواد د مختلفو سيمو يوشمېر اوسيدونكي اندېښنه لري، چې په ا نتخاباتوكې ښايي ګډون و نه کړي.

دوى وايي، كه امنيتي تدابير لكه څنګه، چې لازمه ده ونه نيول شي نو راېه وركوونكي به د خپلوغوږونو، پزې او ګوتو د پرې كولو له ډاره د رايې وركولو مركزوته ولاړ نه شي او د انتخاباتومشروعيت به تر پوښتنې لاندې راشي.
XS
SM
MD
LG