ګورډن براون د بریتانیا پارلمان ته په وینا کې وویل، ده پتیلې ده چې باید دامنیت تامین یقیني شي ځکه په دې کارسره په دې هیواد کې د نوی ډیموکراسۍ ګټی هم خوندي کیږي.
په افغانستان کې د جمهوری ریاست د تېرو انتخاباتو دامنیت د تامین د هڅو په ترڅ کې څه باندې لس بریتانویي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
براوون دا څرګندونې د پارلمان په استماعیه غونډه کې د کارګر ګوند د یوه د پوښتنې په ځواب کې وکړې. پاول فلین له براوون څخه وپوښتل چې ایا له بریتانوي ځواکونو څخه بیا هم انتظار کیږي چې دافغان ولسمشر حامد کرزي د حکومت لپاره چې په اداري فساد کې ښکیل دی، ځانونه قربانی کړي.
د بریتانیا صدراعظم په عکس العمل کې د ښاغلی فلین له دې نظر سره مخالفت څرګند کړ ویې ویل چې په افغانستان کې ترسره شویو انتخاباتو وښوده چې داانتخابات سم نه وو تنظیم شوي او له درغلیو ډک وو چې له امله یې د انتخاباتو د بل دور پریکړه وشوه.
اوس موږ دانتخاباتو یو بل پړا په مخکې لرو چې وسلوالو طالبانو یې لکه د تیروپه شان د ګډوډولو ګواښ کړی.
دا انتخابات چې پکې به په ملیونونو افغانان برخه واخلي، په دې هیواد کې د ځوانې ډیموکراسۍ د پیاړي کیدولپاره ډیر اهمیت لري او زموږ مسولیت هم دادی چې له دغه بهیر سره مرسته وکړو او د دې هدف لپاره به خپلو کوښښونو ته دوام ورکړو.
براون زیاته کړه موږ ژمن یو چې په خپل وس اوتوان سره به د دې انتخاباتو دامنیت په تامین کې مرسته وکړو.
براون وویل دا ډاډ باید حاصل شي چې افغان امنیتی ځواکونه وروزل شي ترڅود خپل هیواد د امنیت ساتلو جوګه شي او په دې کارسره به بالاخره موږ ته هم ددې زمینه برابره شي چې خپل ځواکونه بیرته خپل هیواد ته راستانه کړو.