د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۸

د درملو او خوراكي توكو د څار او كنټرول بورډ لا پراخيږي


ښاغلي فاطمي وویل، چې خصوصي سكتور باید مرسته وكړي، چې نه افغانستان ته بې كيفيته درمل او خوراكي توكي راوړي او نه يې هم له دې هېواده بهر وليږي.
ښاغلي فاطمي وویل، چې خصوصي سكتور باید مرسته وكړي، چې نه افغانستان ته بې كيفيته درمل او خوراكي توكي راوړي او نه يې هم له دې هېواده بهر وليږي.

د افغانستان د عامې روغيتیا وزرات وايي، چې په هېواد كې د خوراكي موادو او درملو د كيفيت د لوړولو لپاره په پام كې لري، چې د خوراكي موادو او درملو ملي بورډ لا پراخه كړي.

په دغه بورډ كې د بېلا بېلو دولتي ادارو استازي غړيتوب لري او كولاې شي، چې په افغانستان كې دننه توليد شوي او يا هم له بهره وارد شوي خوراكي مواد او درمل تفتيش او كنټرول كړي.

د عامي روغيتا وزير ډاكتر سيد محمد امين فاطمي د چهار شنبې په ورځ په كابل كې په يوه خبري غونډه كې هيله څرګنده كړه، چې له دې سره به تر ډيره د بې كيفيته موادو د توليد او واردولو مخنيوې وشي:

”يو ملي بورډ، چې پاليسي، ستراتيژي، لارښوونې او هغه معيارونه، چې لازم دي برابر كړي ، د عامې روغتيا رهبرۍ او خصوصي سكتور، چې په دې برخه كې داخل دي مرسته وكړي، موږ وغوښتل، چې خصوصي سكتور هم د درملو او خوراكي توكو په دې ملي بورډ كې شامل كړو، هغه ستونزې، چې په دې لاره كې د خوراكي توكو او درملو د كيفيت په اړه موجودي وې او هغه اړتياوې، چې دا هېواد يې لري ممكنه نه وه، چې د خصوصي سكتور پرته موږ پورته كړي واى.“

د افغانستان د عامې روغتيا وزير وايې، چې په دې برخه كې بايد خصوصي سكتور مرسته وكړي، چې نه افغانستان ته بې كيفيته درمل او خوراكي توكي راوړي او نه يې هم له دې هېواده بهر وليږي.

روح الله احمدزي، چې د خصوصي سكتور په استازيتوب يې خبرې كولې ډاډ وركړى، چې دوى به په دې برخه كې لازمه مرسته وكړي:

”زه د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ خوني په استازيتوب خپل ملاتړ د افغانستان د عامې روغتيا وزرات د دې حياتي ابتكار او بورډ څخه كوم، زه فكر كوم، چې په لنډ وخت كې به د دې بورډ ښې پيلي او فعاليتونه ولرو.“

د بې كيفيتو درملو او خوراكي توكو د جوړولو او راوړلو د مخنوي هڅې داسې وخت كيږي، چې د افغانستان په بازارونو كې كورني او بهرني بې كيفيته مواد په پراخه اندازه تر سترګو كېږي، خلك وايي، چې دغه مواد په عمومي توګه افغان سوداګر راوړي، چې په دې توګه كېداى شي په خلكو كې بېلابېلې ناروغۍ رامنځ ته كړي.

خو په افغانستان كې د خوراكي موادو توليدوونكې وايي، چې دوى په خپلو توليداتو كې كيفيت ته جدي پاملرنه كوي خو له بهر څخه وارد شويو بې كيفيته موادو ورته ستونزې جوړې كړې دي.
معصوم ميوند
XS
SM
MD
LG