د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

دوېم دور انتخاباتو په اړه پخواني كانديدان او كابل ښاريان څه وايي؟


رمضان بشردوست وايي دویم پړاو انتخابات قانوني بڼه نه لري.
رمضان بشردوست وايي دویم پړاو انتخابات قانوني بڼه نه لري.

يوه ورځ وروسته له دې، چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون دوېم دور ته د انتخاباتو د ورتلو اعلان وكړ، د دى ټاكنو د لمړي پړاو كانديدانو او عامو خلكو سخت غبرګون څرګند كړ.

د زمري د نهه وېشتمى نېټى په انتخاباتو كې د جمهوري رياست د شا اوخوا شلو كانديدانو ګډه شورا يا تشرك مساعي غړي او وياند بشير بيژن له ازادۍ راډيو سره په خپلو ځانګړو خبرو كې وويل، دوېم دور ته د انتخاباتو ورتګ هيڅ ډول قانوني اړخ نه لري او خلك هم پرى باور نه كوي:
ښاغلي بیژن وایې که دا انتخابات شفاف وای نو ما ویل، چې انتخابات دې دوهم پړاو ته لاړ شي


"دا هیڅ قانوني اړخ نه لري، دا یو غیر قانوني کار ده،یا دا چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په حقوقي معیارونو نه پوهیږي او یا دا، چې دوی د افغانانو په سترګو کې خاورې اچوي، که دا انتخابات شفاف وای نو ما ویل، چې انتخابات د دوهم پړاو ته لاړ شي.
پردې انتخاباتو کې ښه په ثبوت ورسید، چې یونیم میلون راېې درغلې شوی اوس په داسې حالاتو کې، چې دوی داسې استدلال کوي نو دا معلومه خبره ده، چې دا یو بې بنسټه کارده."

د جمهوري رياست بل خپلواك كانديد رمضان بشردوست هم، چې د انتخاباتو په لومړي پړاو كې يي د دغو كانديدانو څخه په نسبي توګه رايي ډيرې ګټلې وې، وايي، د انتخاباتو دوېم دور قانوني او حقوقي بڼه نه لري او دا پريكړه يوازې د سياسي او د بهرنيو كړېو د مصلحت له مخې شوى.

خو ده پرهرحال وويل، چې د دغو دواړو كانديدانو، چې دوېم دور كې به د سيالى ډګرته وردانګي، برخليك د ده او د ده د پلويانو په لاس كې دۍ.

اخوا داسې انګيرنى هم شته، چې خلك د انتخاباتو په دوېم دور كې ګډون ته زړه نه ښه كوي دا انګيرنې څومره ريښتينې د كابل له څو اوسيدونكو مو وپوښتل:

"موږ رایې ورکړی، خو زموږ رایو ته چا اهمیت ورنه کړ ځکه زموږ رایو ته یې په سپکه وکتل د بیا لپار زه فکر نه کوم چې بیا څوک رایې اچونې ته لاړ شي او دا موږ ته د پردې تر شاه یوه معامله ښکاري."

خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون غړى فضل احمد معنوي وايي، چى دوېم دور ته د انتخاباتو د ورتلو پريكړه د اساسي قانون له مخې شوې دى، ډاډ وركوي، چې د ځينو خنډونو سره سره به دا انتخابات شفاف او په ښه توګه ترسره شي:

"دا د انتخاباتو د کمیسیون خبره نه ده دا د قانون خپله پریکړه ده موږ تیاری له مخکې نه لرو، امنیتی ستونځې نه پرته لوژیستیکي او تخنیکي تیارې لرو.
موږ دوه ستونځي لرو، چې یو امنیتي ده اوبله اقلیمي ستونځه ده.او د اوس لپاره، چې کومې درغلې شوي هغه موږ اصلاح کوو"

ټاكل شوې، چې د لړم په شپاړلسمه نېټه به د جمهوري رياست د دوو كانديدانو ډاكتر عبدالله او ولسمشر كرزی د ټاكل كېدو انتخابات وشي.

كه څه هم خلكو او كانديدانو په ښه زړه د انتخاباتو د دوېم دور د پريكړى هركلى ونه كړ، خو نړېوالې ټولنې ملګري ملتونه او د امريكا متحده ايالاتو د دى پريكړې تود هركلۍ كړى.

له دوو اوونيو څخه په دې لږه موده كې به ايا خلك، امنيت او خپله كانديدان وكولاې شي، د انتخاباتو ترسره كېدو ته تيارشي.

دا هغه پوښتنې دي، چې عامو خلكو اوسياست پوهانو ترمنځ پرې بحث كيږي.

د دى ترڅنګ، چې امنيت، اقليم د دى ټاكنو په وړاندې لوی ګواښ دى عامه پوهاونه او دا چې ايا په دې موده كې به هغه كسان، چې غواړي په دې ټاكنو كې ګډون وكړي او د راېو كارتونه نه لري، د هغو برخليك به څه ډول شي دا هم پوښتنى جوړوي خو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، په دې اړه به ژر اقدام وكړي.
XS
SM
MD
LG