ښاغلي كرزي، چې د امريكا په مشرانو جرګه كې د بهرنيو اړيكو د كميټې له مشر جان كيري او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي کای ایډي سره يوې خبري غونډې ته راڅرګند شو، د انتخاباتو د خپلواك كمسيون اعلاميه هم پخپله ولوستله او ويې ويل، چې له شوې پريكړې سره سم د دوهم پړاو انتخابات به د لړم د مياشتې په شپاړسمه نيټه ترسره شي.
خو ښاغلي كرزي پخپلو خبرو كې د خلكو د رايو د باطلولو لپاره شوې پريكړې هم تر پوښتنې لاندې راوستلې او ويې ويل،چې په دې اړه به تحقيقات كوي:
(( د تېرو انتخاباتو تقریبا یو میلون او درې سوه رايې تر سوال لاندې شوې ،ددې رایو تقریبا یو میلون او نهه لکه د افغانستان په جنوب کې وې ،نورې یې د افغانستان په نورو ولایتونو ویشل شوې دي، په دې کې د افغانستان د خلکو هېڅ ملامتي نه وه، دوی را ووتل او په میړانه او غیرت یې خپله رایه ورکړه ،دا چې دا رايه ولې بدنامه شوه ددې سوال او تحقیق به وروسته کوو، اوس ددې وخت نه دې چې پر دې بحث وکړو ، اوس د ملي وحدت ، ملي یوالي او راتلونکې د جوړولو وخت دی ))
ښاغلي كرزي په افغانستان كې شتو امنيتي ستونزو ته په اشارې له نړيوالې ټولنې وغوښتل،چې د انتخاباتو د دوهم پړاو په ترسره كولو كې هر اړخيزه همكاري وكړي.
دا پريكړه پداسې حال كې شوې،چې په افغانستان كې دننه د يو اييتلافي حكومت د جوړولو لپاره د لويديځ د فشارونو په اړه تاوده بحثونه روان وو.
خو ښاغلي كرزي دا راپورونه په كلكه رد كړل او دا يې هم وويل ،چې دده لپاره اييتلافي حكومت نه بلكې د خلكو راى مهمې دي.
سناتور جان كيري هم دا راپورونه رد كړل او ويې ويل،چې د ائيتلافي حكومت د جوړولو په اړه هيڅ ډول خبرې ندي شوي.
هغه ددې پوښتنې په ځواب كې، چې ايا انتخابات ددې لپاره دوهم پړاو ته تللي، چې په ایيتلافي حكومت خبرې كوم ځاې ته و نه رسيدلې وويل.
((حقيقتا د يو ایيتلافي حكومت د جوړولو لپاره هيڅ ډول خبرې نه دي شوي، البته دا زما او د كا ی ايډه مسوليت نه وو، چې په دا ډول خبرو كې ښكيل شو. هر هغه څه چې پيښ شوي هغه د ولسمشر كرزي په ګډون د افغانانو ترمنځ وو. نو ځواب روښانه دی،چې په دې اړه هيڅ ډول توافق نه و موجود او وروستۍ پريكړه داده،چې انتخابات دوهم پړاو ته ولاړل.))
خو له بل لوري ځينو كتونكو بيا دا پريكړه د قانون په خلاف بللې او ويلي دي، چې دا له افغانانو سره ستره جفا وه.
په ولسي جرګه كې د كابل د خلكو استازې ميرمن شكريه باركزۍ هم پدې نظر ده او وايي، چې دا د افغانانو د رايو په وړاندې يوه سياسي پريكړه وه.
ښاغلي كرزي بيا د انتخاباتو په سر پيدا شويو اختلافاتو ته په اشارې وويل، چې ددې انتخاباتو په پايله كې رامنځ ته كيدونكې نظام به هيڅ ډول مشروعيت نه درلود.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي كا ايده بيا د شوې پريكړې په هركلي كې وويل، چې دې هيله مند دې، چې د دواړو كانديدانو ترمنځ انتخاباتي مبارزې ډير ژر پيل شي.
خو كتونكو بيا په شويو انتخاباتو كې رامنځ ته شويو امنيتي ستونزو ته په اشارې دا ويره څرګنده كړې، چې د دوهم پړاو په انتخاباتو كې به د خلكو د ګډون كچه ډيره ټيټه وي.