د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۹

ګرانټ کیپن دانتخباتي شکایتونو د کمیسون د څېړنو دفاع وکړه


ګرانټ کیپن د افغانستان د انتخاباتي شکیاتونو د کمیسون مشر دی .
ګرانټ کیپن د افغانستان د انتخاباتي شکیاتونو د کمیسون مشر دی .

د انتخاباتی شکایتونو د کمیسیون مشرله خپلې څیړنې دفاع وکړه، داوروسته له هغې چې د حامد کرزي د انتخاباتي کمپاین مسولیونو پردغې څیړنې انتقاد کړی اوهغه یې نادرسته بللې ده.

ګرانټ کیپین له رویټرز اژانس سره په مرکه کی د درغلیو په اړه د خپلی څیړنی په اړه چی راپور یی پرون د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپاره، زیات جزیات په ډاګه نه کړل.

خود هغه له څرګندونو وروسته د امریکا د نړیوالې ډیموکراسۍ څارونکو وویل چې دانتخاباتو دوهم پړاو ته اړتیا ځکه ده چې د درغلیودادعاوو له څیړلو وروسته د کرزي رایې په سلو کې له پنځوسو راکمې شوي دي.

ښاغلي کیپن له رویټرز سره په مرکه کې وویل دې پوره ډاډه دی چې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه څیړنه یې په شفاف ډول ترسره کړې ده.

هغه زیاته کړه په دې اړه چې په څه ډول د درغلیو د ادعاوو په اړه څیړنه وکړو، زموږ تګلاره واضح وه او د طرزالعمل له مخې موداپروسه بشپړه کړه.

(( په حقیقت کې موږ په دې اړه اندیښمن نه یو چې ایا دانتخاباتو دوهم پړاوته اړتیا ده که نه؟ زما مقصد دادی چی زموږ وظیفه داوه چې د دغو مختلفو ظریبونو نتیجه ترلاسه کړواو اوس دانتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسولیت دی چې د دغو معلوماتو پراساس نتیجه تنظیم کړي.)

ښاغلی کیپین وویل اوس دانتخاباتو په خپلواک کمیسیون پورې اړه لري چې د دغو نتیجو په اساس پریکړه وکړي چې د دویم دورانتخاباتو ضرورت شته یانه؟ چې په دوواونیو کې باید ترسره شي.

ښاغلي کیپن وویل د درغلیو د څیړنو د پروسې په جریان کې یې د مهمو کاندیدانود انتخاباتي کمپاینونو له مسولینو سره په وار وار کتلي او هغوی ته یې د خپلو څیړنو په اړه معلومات ورکړي دي.

کیپن وویل د څیړنو په ترڅ کې معلومه شوه چې دافغانستان په ټولو ولایتونو کې د انتخاباتو په بهیر کې درغلۍ شوي دي او زیاته یې کړه د درغلیو د کټه ګورۍ په اساس د درغلیو فیصدي له پنځوسو اوړي او حتی په ځینو مواردو کې په سلو کې ترنوي پورې رسېږي.

هغه وویل د باطل شویو رایو دقیق شمیر نه شی ویلی ځکه د ده په وینا دی کمیسیون د طرزالعمل له مخې په مجموع کې د انتخاباتی ۲۱۰ مرکزونورایې باطلې کړي دي.

په همدی حال کې په کابل کې د ملګروملتونو د دفترویاند علیم صدیق وایي چې دانتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د څیړنیز راپور له بشړیدو وروسته هیله من دی چې دانتخاباتو خپلواک کمیسیون د دې راپور په اساس اجرات وکړي او ژر ترژره نهایی نتیجه اعلان کړي.

هغه په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې که دانتخاباتو د دوهم پړاو ضرورت رامینځ ته شي نود ملګرو ملتونو اداره چمتو ده چې دانتخاباتو له کمیسیون سره دانتخاباتو د دويم دور په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

((د دويم دور انتخاباتو لپاره سرله اوسه ښه ترتیبات نیول شوي. ددويم پړاو لپاره درایې ورکولوداړتیاوړ ټول مواد په هیواد کې موجود دي او که د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پریکړه وکړي چې دانتخاباتو بل دور باید ترسره شي، نود موادو دلیږدولو پروسه به راتلونکې اونۍ پیل شي. ترهغه ځایه چې په ملګروملتونو پورې مربوط ده ، په دې هیواد کې د دوهم ځل انتخاباتو د اړتیا په صورت کې موږ اماده یو چې دانتخاباتوله خپلواک کمیسیون سره همکاري وکړو.) )
XS
SM
MD
LG