د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون:د مشکوکو رایو په اړه به راپور نن خپور شي


د افغانستان د انتخاباتو د شكايتونو كميسيون به نن مازديګر پنځه بجې د جمهوري رياست د انتخاباتو د مشكوكو راېو د څيړنې راپور د انتخاباتو كميسيون ته وسپاري او خپور به يې كړي.

تمه ده، د دې راپور په خپرېدو سره به څرګنده شي، چې ايا د افغانستان د جمهوري رياست په انتخاباتو كې دومره درغلۍ شوې دي، چې د ولسمشرحامد كرزي رايې له پنځوس فيصدو راټيټې كړي او انتخابات دويم دور ته بوځي کنه.

د انتخاباتو د شكايتونو د اورېدلو كميسيون مطبوعاتي مسـول احمد مسلم خرم له ازادۍ راډيو سره په يوې ځانګړې مركې كې وويل، د انتخاباتو د شكايتونو اورېدلو كميسيون د مشكوكو راېو د څيړنې خپل راپور د انتخاباتو خپلواك كميسيون ته سپارې او د انتخاباتو د وروستېو نتايجو په اړه پريكړه به بيا هم دا كميسيون كوي:

" نن موږ د انتخاباتو خپلواك كميسيون ته په رسمي توګه دا راپور ورليږو، دا راپور درې کټه ګورۍ لري. وروسته له هغې، چې دا راپور د انتخاباتو خپلواك كميسويون ته وسپارل شي، دا كميسيون پرې بيا غونډه كوي او څه وخت وروسته وروستي نتايج اعلانوي."

ښاغلي خرم زياته كړه، چې دا راپور درې برخې لري، يوه برخه يې د هغو راېو په اړه ده، چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيونو او د شكايتونو د كميسيون د ګډې پريكړې له مخې له سره شمارل شوي دي، دوېمه برخه دې كميسيون ته د رسېدلو شكايتونو څيړنه او درېمه يې د راېو د قرنطين شويو صندوقونو په اړه ده.

هغه وويل، د انتخاباتو د شكايتونو كميسيون به د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د مشكوكو راېو د څيړنې په اړه يوه مطبوعاتي اعلاميه هم خپره كړي.

ټاكل شوې، چې په راپور كې د انتخاباتو د شكايتونو كميسيون د مشكوكو راېو د شاوخوا درې نيم زره صندوقونو د خپلې نمونوي بيا كتنې نتيجه په ډاګه كړي.

د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو د لومړنيو نتايجو له مخې ولسمشرحامد كرزي شاوخوا څلور پنځوس فيصده او د هغه اصلي سيال ډاكتر عبدالله عبدالله شاوخوا اته ويشت فيصده رايې ګټلي دي.

خو ځينې كارپوهان په دې باور دي، چې كه د انتخاباتو د شكايتونو كميسيون د جمهوري رياست د انتخاباتو د مشكوكو راېو ډيره برخه باطله اعلان كړي امكان لري، چې انتخابات دوېم دور ته ولاړ شي.
XS
SM
MD
LG