د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۸

بیژن: ټول کاندیدان په بیاځلي انتخاباتو کې د ګډون حق لري


"بشیر بیژن" د افغانستان د جمهوري رياست د كانديدانو د ګډو همكاريو شورا ویاند
"بشیر بیژن" د افغانستان د جمهوري رياست د كانديدانو د ګډو همكاريو شورا ویاند
په كابل كې د جمهوري رياست د كانديدانو د همغږۍ شورا يوځل بيا خپله داغوښتنه تكرار كړه، چې د دوهم پړاو انتخابات دې د ټولو كانديدانو په ګډون ترسره شي.

دا غوښتنه په داسې حال كې تكرار شوې، چې د انتخاباتو وروستيو نتايجو ته شيبې شمېرل كيږي.

د جمهوري رياست د كانديدانو دا ايتلاف استدلال كوي، چې دوهم پړاو ته انتخابات يواځې په هغه صورت كې ځي، چې هيڅ يو كانديد پنځوس جمع يو فيصدي نه وي پوره كړی.

حال دا چې د دوی په وينا د افغانستان انتخابات د تقلب لپاره دوهم پړاو ته راښكل كيږي.

د دغې شورا وياند بشير بيژن د يكشنبې په ورځ په داسې حال كې، چې د ډاكټر اشرف غني احمدزي دوهم مرستيال هم حاضر و، په يوې خبري غونډه كې وويل، كه انتخابات د تقلب لپاره دوهم پرړاو ته ولاړل نو دا انتخابات بايد د ټولو كانديدانو په ګډون ترسره شي.

"که د دوهم پرړاو انتخابات، د دوو کاندیدانو ترمنځ وشي، موږ په يې په کلکه مخالفت کوو، دا یو غیر حقوقي او غیر قانون کار دی.

ځینې کاندیدان یا حقوق پوهان چې په دې ټینګار کوي، یا خو د خلکو حقونو تر پښو لاندې کوي او یا خو په قانون سم نه پوییږي.

د کاندیدانو د همغږۍ شورا ټول غړي یو ځل بیا په دې ټینګار کوي، چې که د درغلیو له امله ټاکنې له سره کیږي، نو ټول کاندیدان باید په کې برخه ولري."

نوموړي دا هم وويل، چې بايد بهرنيان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون او د انتخاباتي شكايتونو په كميسيون كې لاس وهنه ونه كړي او پريږدي، چې افغانان خپلې ستونزې په خپله حل كړي.

خو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مشر داوود علي نجفي وويل، چې د امكان په صورت كې كه انتخابات دوهم پړاو ته ولاړ شي نو دا هم د افغانستان د نافذه قوانينو سره اړخ لږوي.

"هم په اساسي قانون او هم د ټاکنو په قانون کې ښکاره لیکل شوي، چې که په لومړي پرړاو کې یو کاندید پنځوس جمع یو پوره نه کړي.

نو په دوهم پړاو کې هغه دوو کادیدانو تر منځ چې له ټولو زیاتې رایې یې ګټلې وي انتخابات ترسره شي. "

په داسې حال كې چې خلك د انتخاباتو د پايلو د اعلانېدو لپاره يوه يوه شېبه شماري د انتخاباتو د پايلو په سر نانندري او د دې ستونزې د ډيپلوماټيك حل هڅې ورځ په ورځ مخ پر زياتېدو دي.

له بلي خوا داسې ګونګسې هم اورېدل كيږي، چې كه په رښتيا هم انتخابات دوهم پړاو ته ورشي نو ښايي د ځينو ستونزو له امله دوهم پړاو انتخابات ترسره نه شي او يو ايتلافي حكومت به رامنځته شي.

خو د افغانستان د جمهوري رياست د كانديدانو د همغږي شورا او يو شمېر سياسي كارپوهان ممكنه ايتلافي حكومت د افغانستان په ګټه نه بولي.
XS
SM
MD
LG