د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

جان کیري : دم ګړۍ به افغانستان ته د نورو سرتیرو د استولو پریکړه سمه نه وي


جان کیري وايي تر اوسه معلومه نه ده چې په افغانستان کې به په راتلونکې کې امریکا د څه ډول حکومت سره سرو کار ولري .
جان کیري وايي تر اوسه معلومه نه ده چې په افغانستان کې به په راتلونکې کې امریکا د څه ډول حکومت سره سرو کار ولري .

دامریکا دسنا جرګې د بهرنیو اړیکو دکمیټی مشر جان کیري وایي، څو چې د افغانستان د انتخاباتو نتایج نه وي معلوم دې هېواد ته به د نورو سرتیرو د استولو پریکړه غیرې مسولانه وي.

سناتورجان کیری چی د یوه لوپوړي هیت په مشرۍ کابل ته تللی، داخبرې له سی ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې چی نن خپریږي، کړي.

جان کیري په داسې حال کې افغانستان ته تللی چی پرولسمشر حامد کرزی د نړیوالو فشارونه زیات شوي څو په انتخاباتو کې د درغلیوله څیړلو وروسته د انتخاباتی شکایتونو دکمیسیون فیصله ومني چې په اساس یې ممکن دی دې ته اړ کړی شي چې له خپل مهم سیال عبدالله عبدالله سره دانتخاباتو په دوهم پړاو کې برخه واخلي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر جان کیري وویل په داسې حال کې چې دافغانستان د جمهوري ریاست دانتخاباتو نتیجه نده معلومه دابه د ولسمشر بارک اوباما له خوا یو غیر مسولانه اقدام وي چې که دې هیواد ته د نورو عسکرو داستولو پریکړه وکړي.

جان کیري له سی ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، دامریکا متحده ایالات باید تر هغو پورې چې په کابل کې یوهمکار حکومت نه وي رامینځ ته شوی، د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژی تطبیق ته چې په کې دې هیواد ته د نورو عسکرو دلیږلو ژمنه شوې وي، دوام ورنه کړي.

جان کیری وویل، تاسو وګورﺉ که په دغسی یوه حالت کې چې دانتخاباتو نتیجه تراوسه نه ده اعلان شوی او معلومه نه ده چې راتلونکی جمهورریس به څوک وي او امریکا به له څه ډول یو ه حکومت سره سرو کار لري، دامریکا ولسمشر دې هیواد ته د نورو عسکرو دلیږلو پریکړه وکړي دا به د هغه یوغیر مسولانه اقدام وي.

په داسی حال کې چې په انتخاباتوکې د پراخو درغلیوادعاوو د هیواد سیاسي حالت بی ثباته کړی، دامریکا ولسمشر بارک اوباما دې هیواد ته دنوروپه لسګونو زرو عسکرو داستولو په هکله پریکړه کوي.

جان کیری چی د ۲۰۰۴ کال په انتخاباتو کی جورج بوش ماته ورکړه، هغه نظر رد کړچې وایي، دافغانستان لپاره پرنوې ستراتیژي څیړنه ځکه څواونۍ ځنډیدلې چې بارک اوباما نه شي کولای په دې هکله پریکړه وکړي.

هغه زیاته کړه چې د ده په باور تراوسه پورې د دغې ستراتیژۍ په اړه په مسولانه ډول چلند شوي.

جان کیري چې د د یموکرات ګوند لوړپوړی غړی دی وویل، ترټولو مهمه داده چې دامریکا پوځ ته یو داسې ماموریت ورکول شي چې د دتطبیق وړ وي او دامریکا خلک هغه ته متعهد وي.

هغه زیاته کړه کله چې په افغانستان کې زموږ د قواوو قوماندان وایي چی زموږ د ماموریت د کامیابي اصلی عنصرپه حقیقت کې هلته په یوه ښه حکومت پورې تړلی دی، او په داسی حال کې چی موږ پوهیږواوسنی حکومت بد لیږی نو په څه ډول یومسول ولسمشر ویلی شي چې اوسنی حکومت له موږه د نورو عسکرو غوښتنه کړې.

جان کیري وویل مک کریسټال ورته ویلي چی که اوباما سباته هم د نوروعسکرو داستولو پریکړه وکړي، ښایي دا عسکر ترنوي کال پورې افغانستان ته ونه رسیږي.
XS
SM
MD
LG