د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال ذكريا باركزۍ د شنبې په ورځ د مشرانوجرګې د تقنين د كميسيون په غونډه كې وويل، دا غوڅه خبره نه ده، چې انتخابات دويم دور ته ځي او كه نه، خو كه چېرې د شكايتونو د اوريدلو كميسيون پريكړه وكړي او دوهم دور ته يې وغورځوي، له يو لړ ستونزو هم سترګې نه شي پټولى. ښاغلي باركزي ستونزې داسې په ګوته كړي:
"هغه ستونزې، چې زموږ په مخ كې پرتې دي، يوه د امنيت، بله د هوا د سړېدواو بله دا چې، كېداى شي، ډېر خلك د دوهم ځل لپاره راېو وركولو ته زړه ښه نه كړي."
د قانون له مخې، كه چېرې د جمهوري رياست دوه تنه كانديدان، چې، ترټولو يې زياتې رايې اخيستي او يو يې هم پنځوس جمع يو پوره نه كړي، د دوى ترمنځ انتخابات بايد د دوهم ځل لپاره ترسره شي.
په هېواد كې د دوهم ځل لپاره د انتخاباتود ترسره كېدو خبره هغه مهال راپورته شوه، چې ګڼ شمېر كانديدانواو د انتخاباتو د بهير ځينو نړيوالو ناظرينو په راېو شمېرلو نیوکې وكړل او ويې ويل، چې په راېو شمېرلو كې پراخې درغلۍ شوي.
د همدې له امله د شكايتونو د اورېدلو كميسيون د وروستي نيتجي اعلان ځنډولي او وايې، چې د دې مسلې د سپيناوي لپاره يې كره څيړنې پيل كړي.
په دې هكله بيا د مشرانو جرګې د تقنين د كميسيون ځيني غړي وايي، چې د دارلانشامرستيال د دوى يوشمېر پوښتنو ته قناعت بخښونكي ځوابونه ورنه كړل او په كارده، چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون مسئولين د دوی په يوې بلې غونډې كې هم ګډون وكړي.
په دې هكله سناتورسيد محسن حسيني د ازادۍ راډيو ته وويل:
" زموږ كميسيون له هغوى څخه نوولس پوښتنې وكړې، يوشمېر پوښتنې ځواب شوې، خو ځينې راتلونكې غونډې ته پاتې شوې."
د افغانستان د جمهوري رياست په انتخاباتوكې، حامد كرزي په سلو کې كابو پنځه پنځوس او ډاكټرعبداله عبداله په سلو كې شاوخوا اته ويشت رايې ګټلي دي.
خو د شكايتونو د اوريدلو كميسيون وايي، وروستى نيتجه به د كره څيړنو وروسته اعلان كړي.
د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، كه چيرى انتخابات دویم دور ته لاړشي.
دوى به د دې موضوع د اعلان څخه دوه اوونۍ وروسته انتخابات ترسره كړي.