د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

جمعه ، د اکټوبر ۱۶ نېټه


اوباما له څه مودې راهېسې د خپلو سلاکارانو سره د افغانستان په اړه د امریکا پر نوې ستراتېژۍ او دې هېواد ته د نورو سرتیرو پر استولو غور کوي .
اوباما له څه مودې راهېسې د خپلو سلاکارانو سره د افغانستان په اړه د امریکا پر نوې ستراتېژۍ او دې هېواد ته د نورو سرتیرو پر استولو غور کوي .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او د نیو ریپبلیک خپرونې د افغانستان لپاره د امریکا پر نېو ستراتېژۍ او په دې ستراتېژۍ پر روانو بحثونو مقالې خپرې کړې دي . فرشتې جلالزۍ ورته کتنه کړې ده .


واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپله وروستی ګڼه کې په افغانستان کې د ناکامۍ د مخنیوی لپاره احتیاط تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکلي :

د جمهور ریس اوباما د حکومت په دوره کې افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو پریکړه ښايي هغه ته تر ټولو ستره او مهه وي نو له دې کبله پردې مسله بیا بیا غور کوي .

ورځپاڼه زیاتوي هغه بحثونه چې اوس د افغانستان د ستراتیژۍ په اړه کیږي د دې مسلې تر اعلان مخکې هم موجود وو نو ولې دا مسله بیا بیا د بحث منځ ته راوړل کیږی ؟

افغانستان ته د عسکرو د استولو د پریکړې له ځڼډولو سره امریکا غواړي هغه اهداف په نظر کې ونیسي چې رسیدل ورته ممکن وي.

د مقالې په یوه برخه کې سوال شوی : کومو اهدافوته رسیدل دسانه کیدی شي؟

که دا هدف په ټول افغانستان کې د امنیت تامین وي نو د ورځپاڼې په لیکنه دا یوه افسانه ده ځکه خپله امریکايي قوماندانان وايي چې په دې هیواد کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي .

ورځپاڼه لیکي په اوسني وخت کې له افغانستان وتل هم امکان نه لري ځکه بهرني ځواکونه یوازې د افغانانولپاره نه جنګیږي بلکې خپل امنیتي اهداف یې هم په نظر کې نیولې دي .

نو له دې مخې ، دوی ته په کار ده چې خپل دا هدف له لاسه ورنه کړي او ژرترژره په دې برخه کې اقدام وکړي داسې چې له کابله سره مرسته وشي او د واشنګټن لپاره د منلو وړ وي.

نیو ريپبلک خپرونې هم د افغانستان د ستراتیژۍ په اړه په امریکا کې د روان بحثونه څېړلي دي.

ورځپاڼه وايي په افغانستان کې بری څنګه د ناکامۍ له کومې را ایستل کیدای شی ؟

د لېکوال په بلور کله چې د افغانستان د ترقۍ په اړه خبرې کیږي ټول څيړونکي او تحلیل ګران د ملکي برخې تقویې ته اشاره کوي او د دې خبرې شاته منطق دا دې چې تشدد او جګړه په ضیعف حکومت لرونکو هیوادونو کې ډیره پراخیږي ، هلته چې حکومت امنیت نه شي تامینولای ، عدالت نه شي حاکمولای او خلکو ته اقتصادي امکانات نه شي برابرولای .

نیو ريپبليک خپرونه لیکي په داسې حالت کې هر څومره مخالفان په جګړه کې ووژل شي ، په هغومره تعداد نور خلک ورسره یوځای کیږي .

په داسې حالت کې تشدد د یوې ټولنیزې ناروغۍ علامه کیدلای شي چې حل یې د جګړې په میدان کې نه دی بلکې ټولنیز، اقتصادي او سیاسي هڅي یې ختمولای شي .

خپرونه د دې مقالې په پای کې لیکي : په دې حقیقت ټول پوهیږي او بحث پرې کوي خو تر اوسه د پوځي اوملکي هڅو د هماهنګې لپاره د یوې لارې په پيدا کولو نه دي توانیدلي او چې څودا لاره پيدا نه شی هدف ته رسیدل امکان نه لري .
XS
SM
MD
LG