د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

نور : تر اوسه ورته د شکایتونو کمیسون د څېړنو وروستي نتیج نه دي سپارلي


د انتخاباتو د خپلوا کمیسون ویاند نور محمد نور
د انتخاباتو د خپلوا کمیسون ویاند نور محمد نور

د انتخاباتو د خپلوا ک کمیسون ویاند نور محمد نور وايي تر اوسه ورته د شکایتونو کمیسون د خپلو څېړنو وروستي نتایج نه دي سپارلي. ټاکل شوې وه چې د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتي شکایتونو کمیسون په انتخاباتو کې د شویو درغلیو په اړه خپلې څېړنې بشپړې او نتایج یې د انتخاباتو کمیسون ته وسپاري.

په همدې حال کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نن راپوټ ورکړ چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسون د ښاغلي کرزي د رایو فیصدي تر۵۰% کمه کړې څو د ده او د ډاکټر عبداله عبداله ترمنځ بیا انتخاباتو وشي.

خود ښاغلی نور وايي دا به له وخت مخکې وي چې د انتخاباتو د بیا ترسره کیدو په اړه څه وویل شي .
د انتخاباتو د خپلواک کمیسون له ویاند نور محمد نور سره د ازادۍ راډیو د خبریال اجمل تورمان کړې مرکه دلته ووارﺉ :


XS
SM
MD
LG