د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۷

د افغانستان په اړه په واشنګتن کې مهمه غونډه


ګیټس وايي افغانستان ته د اړتیا وړ پوځیان وانه ستول شول ځکه خو هلته له ستونزو سره مخ شو.
ګیټس وايي افغانستان ته د اړتیا وړ پوځیان وانه ستول شول ځکه خو هلته له ستونزو سره مخ شو.

د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشربارک اوباما نن د کانګرس له غړیو سره د افغانستان لپاره پر خپلې وړاندې کړې ستراتیژۍ خبرې کوي. د امریکا جمهور رییس د افغانستان د مسالې په ارتباط د کانګرس تر فشار لاندې دی.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مککرسټل له بارک اوباما غواړي چې نور عسکر افغانستان ته ولیږي خو د کانګرس دننه د حاکم ګوند او اپوزسیون ګڼ غړي له دې سره مخالفت کوي.

د کانګرس د ګڼو غړیو سربیره د ولسمشر بارک اوباما مرستیال جو بایډن هم د رویټرز اژانس په وینا په دې نظر دی چې نور عسکر افغانستان ته وانه ستول شي او د امریکا پوځي ماموریت په افغانستان کې یوازې د القاعده پر ځپلو متمرکز شي.

د امریکا د دفاع وزیر بیا وایي چې له پیله چې کله د افغانستان جګړه پیل شوه دې توجه ونه شوه چې له اړتیا سره سم شمیر عسکر دغه هیواد ته واستوو، ځکه هلته له ستونزو سره مخامخ شوو. رابرټ ګیټس د دوشنبې په ورځ د جورج واشنګتن په پوهنتون کې په خپلې وینا کې د امریکا له متحدینو هم وغوښتل چې په افغانستان کې له اړتیا سم شمیر پوځیان ولري:

(( حقیقت دا دی چې زموږ د نا توانایي او زموږ د متحدینو د نا توانایي له امله چې افغانستان ته مو کافي پوځیان وانه ستول اوس داسې ښکاري چې طالبان هلته برلاسي دي ))
د نن ورځې د غونډې په اړه بیا رابرټ ګیټس وویل چې موږ افغانستان نه پریږدو. او په غونډه کې پر دې خبرې کیږي چې مخ پر وړاندې ګامونه واخیستل شي. د رابرټ ګیټس په وینا جمهور رییس بارک اوباما به په ننۍ غونډه کې د افغانستان د مسالې په اړه یو شمیر مهمې پریکړې وکړي.

د رویټرز اژانس په وینا د کانګرس پر ننۍ غونډې به د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو مساله هم سیوری وغوړوي یو شمیر امریکایي چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې په انتخاباتو کې د درغلیو له امله امریکا غواړي چې د دغه هیواد لپاره پر خپلې ستراتیژۍ له سره غور وکړي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشراوباما د چهارشنبې او جمعې په ورځو د ملي امنیت له ډلو سره هم د افغانستان اوپاکستان په اړه خبرې وکړي .
XS
SM
MD
LG