د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت سلاکارافغانستان ته د ځواکونود لېږلوغوښتنه رد کړه


جېمزجونز
جېمزجونز
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیمزجونز، افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو په خاطر، په هېواد کې د امریکا او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل غوښتنه رد کړې ده.

ده همداراز د مک کرېسټل هغه خبرداری کم اهمیته وښوده چې ویلي يې و، که افغانستان ته نور ځواکونه وانه ستول شي نو په افغانستان کې پوځي ماموریت به له خطر سره مخامخ شي.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت سلاکار جیمزجونز وویل، په افغانستان کې د ثبات راوستو، او د وسله والو د ماتولو پرېکړې باید د اضافي ځواکونو، پرمختګ او حکومتداری له مسئلې جلا وشي.

متقاعد جنرال جیمزجونز چې له CNN ټلویزیون سره خبرې کولې، زیاته کړه، افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په خاطر د امریکا او ناټو د قواوو دعمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل غوښتنه له هغو دریو مهمو مشورو څخه یوازې یوه ده چې په روانه اونۍ کې کار پرې کېږي.

ښاغلي جونز په لندن کې د جنرال مک کرېسټل د تېرې اونۍ وینا ته، چې په هغه کې يې په جدیت سره افغانستان ته د اضافي سرتېرو استولو وغوښتل اشاره وکړه، ویې ویل، ښه دا ده چې پوځي مشورې په عام محضر کې د اعلانولو پرځای د پوځي مرتبو د لړۍ له لارې مطرح شي.

خو د امریکا د ملي امنیت سلاکار هغه نظریې رد کړې چې دا مسئله ښايي په دې دنده کې د مک کرېسټل پاتې کېدل له خطر سره مخامخ کړي.

په افغانستان کې د امریکا ټاپ پوځي قوماندان مخکې ویلي و، چې که افغانستان ته اضافي قوا ونه لېږل شي نو امریکايي ځواکونه به له خطر سره مخامخ وي.

جیمزجونز وویل دی افغانستان په داسې یو وضعیت کې نه ویني چې د طالبانو په لاس به سقوط وکړي او د طالبانو د بیا واک ته رسېدو اټکل نشي کولای. ده زیاته کړه، افغانستان د حتمي سقوط په حال کې هم نه دی او برعکس په دې هېواد کې د القاعده شبکې په حضور کې کموالی راغلی. د ده د اټکل له مخې په مجموع کې له سلو لږ پوځي عملیات په کار دي څو په افغانستان کې د القاعده او طالبانو داسې کوم مرکز پاتې نشي چې د امریکا او د هغې د متحدینو په وړاندې د مقاومت توان ولري.

په افغانستان کې د سرتېرو د زیاتولو وړاندیز، او د امریکا پوځي ستراتیژۍ د امریکا په کانګرس کې هم تاوده بحثونه پارولي دي.
سناتور کارل لیوېن وايي، دی په اوسنیو شرایطو کې د اضافي عسکرو استولو ته اړتیا نه ویني خو د ده برعکس جان کیل وايي چې که د جګړې د ډګر پوځي قوماندانان اضافي عسکر غواړي باید ور واستول شي.

له بلې خوا په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د صوبه سرحد په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عملیات پیل کړي امریکايي چارواکي هڅه کوي چې خپل بحثونه ډېر پر پاکستان متمرکز کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیمزجونز وویل دی هیله من دی چې د پولې په بله خوا کې د افراطي وسله والو پرضد مبارزه به، د جګړې په حالت کې یو بنسټیز بدلون راولي او دا هڅې به په پاکستان کې افراطي ډلې له مینځه یوسي. د ده په وینا که داسې وشي نو دا به په افغانستان کې پر وضعیت هم مثبت اغیز وکړي.

ښاغلي جونز همداراز وویل چې د ولسمشرحامدکرزي حکومت باید اقتصادي پرمختګ ته پاملرنه وکړي او باید وښيي چې کولای شي اداري فساد کنترول او د قانون حاکمیت ټینګ کړي.
XS
SM
MD
LG