د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

په جنوبي اسیا کې د عدم تشدد نظريې او خوځښتونه


د ا د هغه کنفرانس نوم و چې پرون په کابل کې جوړ شو او په كې د پاكستان، هندوستان، بنګله دېش، سريلانكا، نيپال او يو شمېر نورو هېوادونو او سازمانونو كارپوهانو او د چارو متخصصينو ګډون كړى و.

د اسيا په جنوب كې د عدم تشدد د نظريو او خوځښتونو په كنفرانس كې د جمهور ريیس حامد كرزي د پيغام له لوستووروسته، د هېواد د بهرنيو چارو وزير ډاكتر رنګين داد فرسپنتا، د خشونت دله منېځه وړلو په لار كې د سيمې د هيوادونو ترمنځ په همكارۍ خبرې وكړې.

ده وويل، تراوسه چې په دې هكله د سيمې سوله غوښتونكو ټولنو هرڅومره هڅې كړي دي، دا كافي نه دي، په كارده چې، د سيمې ټول هېوادونه د سولې د ټينګښت او د تشدد د له مينځه وړلو لپاره يو له بل سره مرستې زياتې كړي:
په کابل کې د عدم تشدد د سیمه ایز کنفرانس یوه څنډه


"د عدم خشونت فلسفي د اسيا د جنوب او شرق د خلكو په ژوند كې ژورې ريښي لري، ليكن د سيمى يو تريخ واقعيت دا دى چې، دا سيمه نن سبا د خشونت په ډګر اوښتې ده او ډېره قرباني په كې د افغانستان خلك وركوي.

د سياسي فعاليتونو ترڅنګ دې ته هم ضرورت دى، چې د سولې لپاره نظريات هم راوسپړو او هدف ته پرې ځانونه نږدې كړو."

د اسيا په جنوب كې د عدم تشدد د نظريو او خوځښتونو په كنفرانس كې د هندوستان او پاكستان د پارلمانونو پر يوشمېرغړو سربيره، د سيمې د مدني ټولنو او د بشر د حقونو يوشمېر فعالينو هم ګډون كړى و.

په كنفرانس كې د هندوستان څخه سعيدي حميد او د پاكستان د پارلمان غړي، افراسياب خټك، په سيمه كې د تشدد له امله په روانو ستونزو خبرې وكړې او د اواري لپاره يې، د هيوادونو ترمنځ په پراخو همكاريو ټينګار وكړ.

ښاغلي افراسياب په خپلو څرګندونو كې وويل:

"موږ په سيمه كې ستر مذاهب لرو او دغه ستر مذاهب له ځانه سره د سولې، تحمل او د سوله ايز ژوند كولو پيغامونه لري.

هدف دا دى چې، ځان او نړيوالو ته وښيو چې، په جنوبي اسيا كې، سوله ډېره اړينه ده.

زموږ د سيمې خلك سوله ايز ژوندغواړي، تشدد پرموږ تحميل شوى دى او اوس د دې وخت رارسېدلی چې د سيمې هېوادونه په خپلو متقابلو همكاريو د تشدد مخه ونيسي."

د اسيا په جنوب كې د عدم تشدد د نظريو او خوځښتونو كنفرانس په داسې حال كې، په كابل كې جوړيږي، چې نن سبا تشدد، جنګ جګړو او ناامنيو په سيمه كې ډېرې ستونزې پيښې كړي دي.

هره ورځ د دې سيمې په هيوادونو كې په لسګونو خلك د تروريستانو د وژونكو حملو ښكار كيږي.

خو د كنفرانس ګډون كوونكي په دې عقيده دي چې، هرڅومره چې د سيمې د هيوادونو، مدني تولنو او سوله غوښتونكو سازمانونو ترمنځ، اړيكې ټينګې او همكاري زياته شي. پرته له شكه، دغه ستونزه اوارېدلى شي.
XS
SM
MD
LG