که ویلیام شیکسپیردافغانستان په هکله یوه ډرامه لیکله نو هغه به تراژیدي ډرامه وای نه کمیدي.
افغانستان دامریکا د متحده ایالاتو لپاره په تراژیدي پسي تراژیدي زیږولې ، چې دوریځو لاندي نوري هم د څرګندیدو په حال کې دي.
ورځپاڼه لیکي:
دنړۍ په دې برخه کې دامریکا هغه کامیابي د ناکامي په نسبت ډیره خطرناکه واقع شوې چې دشوروي اتحاد د ماتولو لپاره یې له مجاهدینو سره د مرستې په نتیجه کې حاصله کړې چې ستونزې یې هم له ځان سره لرلې. په دې مانا چې له دې هیواده د سرولښکرو په وتلو سره د قدرت یوه خلا رامینځته شوه چې د رقیبو ډلو ترمینځ یې خپل منځي جګړوته لاره هواره کړه او بالاخره یې په نتیجه کې سخت دریځی طالبان واک ته ورسیدل. دالقاعده شبکې مشر اوسامه بن لادن له سودان څخه افغانستان ته ولاړ او له هغه ځایه یې پرمتحده ایالاتو دسپټمبر یولسمه تروریستي حمله تنظیم کړه.
د دې حملې په نتیجه کې امریکا دطالبانو رژیم په لږه موده کې ړنګ کړ اودالقاعده غړیو له دې هیواده خپلې پښې سپکي کړې.
دوخت ولسمشر جورج بوش د ۲۰۰۲ کال په جنوري کې دبري اعلان وکړ خو دورځپاڼې په وینا جورج بوش او مشاورینویې پرته له دې چې ددغې چټکې کامیابۍ خطرونه په پام کې ونیسي په خودخواهي او بې کفایتي سره یې پرعراق حمله وکړه اود ساده بري لپاره یې ډیرې منابعې دې جګړې ته بیلي کړې.
دامریکا د دفاع وزیرهغه مهال اعلان وکړ چې په افغانستان کې به له شپږو میاشتو وروسته امریکایي پوځیانو ته اړتیا نه وي.
خو شیکاګو تربیون لیکي، اته کاله تیرشول، جګړه لا روانه ده او وضعیت ورځ تربلي دخرابۍ پر لور ځي. دورځپاڼې په وینا دا هغه څه دي چې ډیرو امریکایانو یې تصور هم نشوای کولای چې اته کاله وروسته به امریکایي ځواکونه بیاهم په افغانستان کې جنګیږي.
ورځپاڼه د دې تبصرې په پای کې لیکي، دجنرال مک کریستل په ګډون ځیني کسان فکر کوي چې دځواکونو په زیاتولو سره، کولای شي داجګړه وګټي. خو اوباما باید په پام کې ونیسي چې د شکسپیرتراژیدي په څه ډول پای ته رسیږی. اتل مري او صحنه د لښکرو او سپاهیانوپه خوریدو سره پای ته رسیږي.
امریکایي کریسچن ساینس مانیټور ورځپاڼې هم دافغانستان د حالاتو په اړه یوه تحلیلي مقاله خپره کړې او په یوې برخه کې یې لیکي، اوباما چې دعراق جګړه یې ناسمه او دافغانستان سمه بللې وه، اوس داسي ښکاري چي هغه یوځل بیا په دې هکله فکرکوي.
خو دورځپاڼې په وینا په افغانستان کې دامریکایي اوناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټینلي مک کریستل اوباما ته د فکر کولو فرصت ورنه کړ اواعلان یې وکړ چې که ژرترژره دې هیوادته نورعسکروانه ستول شي، نو دا جګړه به ناکامه شي.
ورځپاڼه لیکي دامریکا ستراتیژي واضح ده، افغانستان باید په امن شي څو القاعده او طالبان پکې خوندي ځای ونه لري.
ورځپاڼه د دې مقالې په پای کې د امریکایي سناتور سټیفن بیدل له قوله لیکي چې ویلي یې دي، افغانان نه غواړی چې د طالبانو د منځنۍ پیړۍ دورې ته په شاوګرځي.
اکثراً افغانان غواړي چې لوڼې اوزامن یې زده کړي وکړي، دوی غواړي رسنیو او عصري علوموته لاس رسی ولري او غواړي چې نوردقاتلانواو شراچونکو له شره خلاص اوپه امن کې ژوند وکړي.