د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۷

نادرفرهاد: په هېواد کې د بې امنيو له امله کډوال راستنېدو ته حاضر نه دي


ملګري ملتونه او د افغانستان د كډوالو د چارو وزارت وايي چې د پاکستان او ایران څخه د کډوالو د راستنېدو د بهیر سست والي اصلي لامل په افغانستان او پاكستان كې موجوده نا امني ده.

د كډوالو په چارو كې د ملګروملتونو عالي كميشنري (يو، ان، اچ، سي، ار) او د افغانستان د كډوالو د چارو وزارت وايي، چې په هېواد كې موجوده امنيتي ستونزو هېواد ته د بېرته راستنيدونكو كډوالو په بهير باندي ډېره منفي اغيزه كړې.

د ملګروملتونو د عالي كميشنرۍ وياند محمد نادر فرهاد له ازادي راډيو سره، د چهارشنبي په ورځ د يوې ځانګړې مركې په ترڅ كې وويل، چې دوی د نا امنيو له وجهې، چې د دوی درې تنه كاركونكي هم په كي ووژل شول اوس له پاكستان څخه د كډوالو د بېرته راستنېدو بهير درولی دی.

ښاغلي فرهاد زياته كړه:

"د بېرته راستانېدونکو د شمېر د کموالي عمده دلیل بې امني ده، چې له بده مرغه په پاکستان کې دا عمده دلیل ګڼل کیږي.

که په افغانستان دننه، د بې وزلي، بې امنیټي او بې کاري ستونزې حل نشي، نو افغانان دا جرات هم نه شي کولای چې حتی دا تصمیم ونیسي چې بېرته افغانستان ته راستانه شي."

ملګروملتونو د دې كال په سر كې اټكل كړی و، چې تر دوه لكو زيات افغان كډوال به بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

خو اوس راپورونه وايي، چې دغه شميره يواځې شاخوا پنځوسو زرو ته رسيږي.

له بلې خوا، هيواد ته يوشمېر بېرته راستانه شوي كډوال وايي، چې له دوی سره د سرپنا او د كار موندلو په برخه كې مرسته نه ده شوې او دا مهال له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

خو د افغانستان د كډوالو د چارو د وزارت مرستيال عمر عيار ازادي راډيو ته وويل، چې بېرته راستانه شويو كډوالو ته د ژوند د اسانتياوو په برابرولو كې د دوی هڅې دوام لري.

"په لومړي سر کې مو بېرته راستانه شویو کډوالو ته ښارګوټی جوړ کړي دي او په هغو ښارګوټو کې چې د ښوونځیو، کلینکو، د اوبو رسولو سیستم ستونزې موجودې وې حل کړي مو دي.

بله دا چې په ډېره چټکۍ سره مو د نمرو ویشل پیل کړی دی، ترڅو راستانه شوي د سرپناه ستونزه حل شي."

په دې وروستيو مياشتو كې خپاره شوي راپورونه وايي، چې د پاكستان په سرحدي سيمو كې د جګړو او ناخوالو له امله افغان كډوال هم له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

له بلې خوا له ايران سره په سرحدي پوله بيا له افغان كډوالو سره د پوليسو له خوا د ناسم چلند راپوټونه راځي.

له ايران او پاكستان څخه يو شمير تازه راستانه شوي كډوال بيا سرټكوي، چې له دوی سره كافي مرستي نه دي شوي.

هغه مرستې چې ورسره د ملګروملتونو او يا د كومې بلي ادارې له خوا شوي دي، هغه ډيرې كمې دي. په داسې حال كې چې سخت سوړ ژمی په مخكې دی.
XS
SM
MD
LG