د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر د ناټو له عمومي منشي سره د خبرو پر مهال په واشنګتن کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې به یوازې امریکا جګړه ونه کړي.
بارک اوباما وویل:
((دا یوازې امریکایي جګړه نه ده، دا ناټو ماموریت هم دی او موږ په ګډه کار کوو او سخت فعالیت کوو څو له ناټو سره په هره ګام کې مشوره وکړو.))
د امریکا د ولسمشر د دې خبرې په اړه چې د افغانستان جګړه یوازې د امریکا نه ده، د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وویل چې د دې جګړې مسوولیت یوازې د امریکایانو نه دی او یوازې دناټو هم نه دی، دا جګړه د مشترکو هڅو په ترڅ کې پر مخ بیول کیږي.
اندرس فوګ راسموسن بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان جګړه به تر هغو پرمخ بیایو چې پای ته یې رسوو:
((دغه ایتلاف به متحد وي او موږ به تر هغو په افغانستان کې پاتې شو چې خپله وظیفه هلته پای ته ورسوو))
په واشنګتن کې د ناټو دعمومي منشي او د امریکا د ولسمشر تر لیدنې کتنې مخکې اروپایي چارواکي په اروپا کې انتظار و چې اوباما د افغانستان په اړه څه وایي. د اروپایي ټولنې د دفاع وزیرانو پرون په سویډن کې په خپلې غونډې کې چې د اجنډا په سر کې یې د افغانستان مساله شامله وه وویل چې افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو مساله په دې پورې مربوط ده چې امریکا څه پریکړه کوي او د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه څرنګه کیږي.
د امریکا پر ولسمشر وروسته تر دې فشار زیات شوی دی چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټینلي مککرسټال خبرداری ورکړ که په یوه کال کې تر څلویښت زره نور بهرني عسکر دغه هیواد ته وانه ستول شي نو دغه جګړه به بایلو.
دا غونډه یوه ورځ وروسته تر دې ترسره شوه چې اندرس فوګ راسموسن په افغانستان کې دناټو او امریکایي ځواکونو دعمومي قوماندان مککرسټال د ویرونکي رپوټ ننګه وکړه خو جنرال مککرسټال افغانستان ته د نورو بهرنیو پوځیانو د استولو غوښتنه کړې ده او ویلې يې دي که دغه عسکر و نه لیږل شي په یوه کال کې به جګړه هلته بایلو، اما د ناټو عمومي منشي له بارک اوباما سره د نورو عسکرو د لیږلو مساله یاده نه کړه.