د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

په کابل کې دافغان ځوانانو د همغږی شورا د انتخاباتو د لومړنيو نتایجو ملاتړ وکړ


د افغانستان د ځوانانو د هم غږغۍ شورا په يوه پرېكړه ليك كې يې د انتخاباتو د لومړنيو نتايجو څخه خپل ملاتړ اعلان كړ او ويې ويل، په دغو ټاكنو كې دومره درغلۍ هم نه دي شوي چې انتخابات دې بيا وشي.

دا شورا چې له ۷۲ بېلابېلو ټولنو څخه جوړه ده، يوه غړي يې عبدالهادي ژمن چې په يوه غونډه كې يې خبري كولې وويل لازمه نه ده چې انتخابات دې له سره بيا وشي:

"موږ د خپل ولس رايو ته احترام لرو دا چې د خارجيانو ګټې دلته نغښتي دي او يو تعداد اقتصادي او سياسي مافيا سمون نه غواړي، موږ د ځوانانو د همږغۍ شورا چې له ۷۲ ټولنو څخه جوړه شوې هيڅكله نه غواړو چې انتخابات دې دوهم ځل وشي."

ښاغلي ژمن وويل انتخابات د افغانستان كورنۍ موضوع ده او په دې اړه بايد افغانان پرېكړه وكړي نه بهرنيان، هغه له لوېديځو هېوادونو څخه وغوښتل چې بايد د افغانستان د انتخاباتو په مسئله كې مداخله ونه كړي.

خو ځيني ځوانان په دې اند دي چې په انتخاباتو كې درغلۍ شوي او بايد دغه درغلۍ او سرغړونې وڅېړل شي. د دې غونډې يوه ګډون كوونكي سمېع الله مصميم داسې وویل:

"څرنګه چې زه له رسنیو اورم يو ګونګ حالت منځته راغلى، په انتخاباتو كې درغلۍ شوي او زه دا نه ردوم چې درغلۍ دې يوازې ښاغلي كرزي كړي وي، زه د دې شاهد يم او دا درك كوم، دا طبعي ده چې ښاغلي عبدالله به هم درغلۍ كړي وي او دا يو غير شفافه پروسه وه."

د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات د اسد پرنهه وېشتمه وشود لومړنيو نتايجو له مخې حامد كرزى ګټونكى ښكاري، په عين حال كې په انتخاباتو كې د پراخو درغليو او سرغړونو خبرې هم كېږي، ځيني لوېديځ هېوادونه وايي هغه شكايتونه چي د انتخاباتو په اړه دي بايد په جدي توګه وڅېړل سي يا دې دغه انتخابات د دويم ځل لپاره وشي.
XS
SM
MD
LG