د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۲۹

نړیوالو د ایران پر توغندويي ازموینې عکس العمل وښود


ایران توغندی وازمایه
د ایران انقلابي ګارډ د دوشنبې په ورځ دوه لرې واټن ویښتونکي توغندي چې ګومان کیږي تر دوه زره کیلو مترو پورې هدف په نښه کولی شي وازمایل.

داتوغندي کولی شي چې حتې په سیمه اود فارس په خلیج کې داسرایلو او امریکايي اډو نه اخوا هدفونه هم وولي.

د ایران د سپاره انقلاب ځواکمنې ډلې وویل د شهاب درې ډوله توغندی او سجیل توغندی يې چې په دو مرحلو کې هدف ته رسیږي ازمویلي دي.

د ورځې په سر کې د سپاه انقلاب د هوايي ځواکونو قومندان جنرال حسین سلامي وویل په کامیابۍ سره يې شهاب درې ډوله توغندی وازموه.

(د توغندیو د ازمویلو په دوهمه ورځ مو په کامیابۍ سره له مځکې نه مځکې ته لرې واټن ویشتونکی شهاب درې ډوله توغندی وازموه.ددغو ازمیښتونو په لړ کې لنډ او منځني واټڼ ویشتونکې نور توغندي هم وازمول شول).

د ایران د انقلابي ګارډ د هوايي ځواکونو مشر بیا د بل لرې واټن ویشتونکي سجیل توغندي د ازموینې د نتیجې په اړه څه ونه ویل .سجیل توغندی د ایران ساخت نورو توغندیو په مقایسه په عصري تکنالوژۍ سره جوړ شوی دی.

ایران د ا نوي توغندي پداسې حال کې ازمویلي دي چې لا دمخه د تهران د اټومي پروګرام په اړه د دغه هیواد او لویدیځو هیوادونو ترمنځ شخړه پراخه شوې ده.

ایران تیره ونۍ د لومړي ځل لپاره اعلان وکړ چې دغه هیواد قم ښار سره نزدې پټ اټومي تاسیسات لري.

امریکا، بریتانې ، فرانسې او یو شمیر نورو لویدیځو هیوادونو د ایران پټ اټومي تاسیسات وغندل خو تهران وايي د قم په اټومي تاسیساتو کې له نړی والو څخه د پټ ساتلو کوم ډول تاسیسات نلري .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حسن قشقاوي وویل :د توغندیو دا نوې ازمیښتونه د ایران د هوايي ځواک او دفاعي سیسټم د پیاوړه کیدو لپاره ترسره شوي دي.
دغه راز د ایران لخوا د توغندیو دا ازمیښتونه د ایران او د نړی د ۶ قوتونو د اکتوبر میاشتې د لومړی نیټې له غونډې چې پکې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کیږي یوازې څو ورځې مخکې شوي دي .
XS
SM
MD
LG