د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۳

خلیلزاد : دا غلط تصور دی چې امریکا به تل ترتله په افغانستان کې وي


ډاکټر زلمی خلیل زاد چې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو وروسته د بن د کنفرنس د مبتکرانو په ډله کې دی او دغه راز یې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر او خاص استازي او په ملګرو ملتونو او عراق کې هم د امریکا د سفیرپه دندو کار کړی.
له ښاغلي خلیلزاد سره د ازادۍ راډیو د افغانستان په وروستیو حالاتو مرکه کړې چې دلته یې اوریدلۍ او ترې لاندې یې لوستلی شۍ :


ښاغلي خلیل زاد له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې په انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاو او له راتلونکې مشرتابه سره د امریکا او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه پوښتنې ته په خواب کې وویل:

په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه باید د انتخاباتو د شکایتونوکمیسیون پریکړه وکړي او دا د کمیسیون دنده چې د انتخاباتو شکایتونه وڅیړي. دا دېره مهمه ده چې ټول کاندیدان باید له دې کمیسیون سره مرسته او همکاري وکړي. او که چېري انتخابات دوهم ځلي شي او بیا یې هم حامد کرزی وګټي ، د افغانستان د بریالیتوب لپاره د دې ضرورت دی چې نړۍ له افغانستان سره مرسته وکړي. د افغانستان ټول اړخونه باید د نړیوالو د هغو معقولو شکایتونو په اړه چې د افغانستان لپاره یې کوي، د مثال په ډول د اداري فساد په ضد د مبارزې په برخې کې او یا د چارو د ښه انسجام، د قانون د عملي کیدو او اقتصادي پرمختګ په ساحه کې وړاندیزونه لري، جدي پام ورته وکړي. په عین حال کې که چېري نړۍ په ریښتیا هم په افغانستان کې د بري په فکر کې وي، نو د افغانستان د حکومت همکارۍ ته اړتیا لري. زما وړاندیز دادی چې د انتخاباتي لانجې د حل لپاره باید د افغانستان د حکومت او نړیوالې تولنې ترمنځ یو جدي تفاهم رامنځته شي. داسي یو چوګاټ باید جوړشي چې په افغانستان کې دېره نړیواله ټولنه پکې د بري لپاره ګامونه پورته کړي. سترخطر چې زه یې وینم هغه دادی چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ متقابل زړه بداوی به افغانستان ته یو سوق الجیشي خطر مخامخ کړي.

ښاغلي زلمي خلیل زاد د دې پوښتنې په ځواب کې چې په حامد کرزي باندي د نړیوالې ټولنې انتقادونه او تبلیغات به د راتلونکي حکومت په مشروعیت باندې څه ډول اغیز وکړي، وویل:

که چېري د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون له څیړنو وروسته بیا هم حامد کرزی د افغانستان ولسمشر شي نو فکر کوم د مشروعیت دا موجوده خړه فضا به لیرې شي، په همدې ډول ښاغلی کرزی باید داسې ګامونه پورته کړي چې د مشروعیت په اړه پوښتتې او شکونه په کلي ډول له منځه یوسي. په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره باید يه دې هیواد کې داسي یو حکومت حاکم وي چي د ولسمشر د مشروعیت په اړه یې هیڅ ډول پوښتنه نه وي. بیا هم تر ټولو مهمه پریکړه به د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون له خوا وي.

له ښاغلي زلمي خلیل زاد نه پوښتنه وشوه چې له فارین پالیسي خپرونې سره مرکې کې دوی د افغانستان او حامد کرزي په وړاندې د امریکا د حکومتونو د تېروتنو یادونه کړې، آیا کولای شۍ دا اشتباهګانې د آزدۍ راډیو اوریدونکو ته هم په ګوته کړﺉ.؟ خلیل زاد وویل :

په افغانستان کې زیاتې تېروتنې شوي او دا چې د افغانستان پروژه ډېره ستره او پراخه وه نو دا هم د تعجب خبره نده چې اشتباه ګانې دې شوي وي. خو مهمه داده چې له اشتباه ګانو څخه سړی څه زده کولای شي. یوه اشتباه داوه چې د افغانستان د ملي اردو شمېر محدود وساتل شو. دا سمه ده چې د افغانستان خپله بودجه دومره قوي نده چې یو ستر پوځ دې پرې وساتلاي شي خوپه افغانستان کې د بري لپاره ضرور ده چې افغانستان دې یو ستراو غښتلی پوځ ولري. بله مسله د افغانستان په ګاونډیو هیوادو په خاص ډول پاکستان کې د افغانستان د دښمنانو د اډو له منځه وړل و، په دې اړه هم لازمه توجه ونشوه او تر اوسه هم دا یوه ستونزه ده. د ښاغلي کرزي په اړه باید ووایم: په افغانستان کې د څو کلونو موجودو ستونزوله وجي د جمهور رییس بارک اوباما ادارې داسې فکر کاوه چې کرزي ونشو کړاي او یا نه غواړي ددي ستونزو په وړاندي جدي عمل وکړي. د امریکا د حکومت ځینو کسانو داسي وښودله چې حامد کرزی باید بیا ونه ټاکل شي. د ولسمشر اوباما او حامد کرزی د حکومتونو تر منځ اړیکې تر یوه حده پیچلې شوي وو.

فکر کوم حامد کرزي او حکومت یي هم له امریکا سره په اړیکو کي ځیني اشتباه ګانې کړي دي. ځیني کسان په دې فکر دي چې امریکا به د تل لپاره په افغانستان کې دېره وي ، زه فکر کوم دا غلطه فرضیه ده. زیات امکان لري چې امریکا د مایوسۍ په صورت کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. حتي د مشکلاتو د حل په اړه د امریکا ځینو معقولو وړاندیزونو ته هم د افغانستان حکومت توجه ونکړه. اود ځینو اقداماتو ژمنې هم ندي عملی شوي. له دواړو خواو څخه اشتباه ګانې شوي خو زه هیله من یم چې د انتخاباتو په اړه د وروستۍ او نهایي پریکړې وروسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ یو نوی تفاهم رامنځته شي او دا ځکه چې د افغانستان بری د نړۍ د راتلونکې لپاره مهم دی او طبعا چې افغانانو ته هم د خپل هیواد بری حیاتي دی . په دې خبرې هم باید پوه شو چې د نړیوالې ټولنې له مرستې او همکارۍ پرته به ګرانه وي چې په خپل ځان متکي افغانستان ولرو.

ښاغلي زلمي خلیل زاد د مرکې په وروستۍ برخې کې په افغانستان کې د اداري فساد د له منځه وړلو کار جدي وباله او زیاته یې کړه چې افغانستان زیات وخت نلري او همدا اوس د نړۍ په هیوادونو کې په افغانستان کې د لویدیځ د ماموریت د بري او یا نه بري په اړه بحثونه پیل شوي . د افغانستان راتلونکی ولسمشر باید د کارونو د انسجام او پرمختګ لپاره یو قوي ټیم جوړ کړي ، په تېرو پلانونو باید بحث وکړي او د راتلونکو څلورو – پنځو کلونو لپاره دې نوي پلانونه جوړکړي. د افغانستان د ستونزو د حل او کارونو د پرمختګ لپاره باید یو نوی ټیم په کارونو وګومارل شي. خلک باید په داخل او بهر کې عملا پرمختګ وګوري او په دې توګه به د نړیوالې ټولنې د لیوالتیا د کمیدو مخه هم ونیوله شي.
XS
SM
MD
LG