د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۳

امریکايي چارواکي : طالبانوخپل تاکتیکونه عصري کړي


دامریکا داستخباراتو لوړ رتبه چارواکي وایي، طالبانو اوس خپلې حملې اونظامي تاکتیکونه عصري کړي دي اوپه پاکستان کې له خپلو پناه ځایونو څخه دافغانستان په شمالي او لویدیځو سیموکې چې پخوا نسبتاً ارامې وې، د حملو یوه نوې څپه پیل کړې ده.

دې سیموته د طالبانو نفوذ په داسي حال کې پراخ شوی چې دامریکا ولسمشر بارک اوباما هڅه کوي چې په افغانستان کي خپله نوې ستراتیژي تطبیق کړي چي یوه برخه یې هم په پاکستان پوري تړلې ده.
د دې ستراتیژي له مخې د پاکستان پر حکومت فشار راوستل کیږي څو په دې هیواد کې د تروریستانو او سخت دریځووسله والو په وړاندې جدي اقدام وکړي، د هغوی مشران یا له مینځه یوسي او یا یې هم ونیسي.

د امریکا پوځي او استخباراتي چارواکو چې نه یې غوښتل هویت یې افشا شي، نیویارک ټایمزورځپاڼې ته ویلي چې د ملاعمر په مشري د طالبانو د رهبرۍ شورا چې د پاکستان په کوټه کې میشته ده، تر ډیره حده دافغانستان په زیاتو شمالي اوغربي سیموکې چې پخوا نسبتاً ارامې سیمې بلل کیدې، د ناکراریو او ناامنیو د زیاتیدو مسوله ده. ویل کیږي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په نویو څپو کې د یوشمیرجرمني او ایټالوي عسکرو د وژنو راپورونه هم له همدې سیمو څخه ورکړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG