کله چې وسله والو طالبانو نژدې درې اونۍ مخکې په کندز کې د تیلو دوه ټانکره وتښتول نو په نړیواله سطحه دا پیښه د خبرونو سرلیک شوه.
د جرمني پوځیانو قوماندان امر وکړ چې هوایي برید وشي او په دې پیښه کې په لسګونو هغه ملکیان ووژل شول چې غوښتل یې تیل خپلو کورونو ته یوسي.
دغه پیښه یوازې له دې پلوه د تعجب وړ نه وه چې ملکیان پکې ووژل شول ، بلکه د مکان له پلوه هم حیرانونکې وه، ځکه چې نه په جنوب کې شوې وه او نه هم په ختیځ کې چې جګړې پکې روانې دي.
د افغانستان په شمال کې له یوه یو نیم کال راهیسې طالبان راپیدا شوي دي. په کندز کې د دغو حکومت مخالفه وسله والو د سرراپورته کیدو په برخه کې د کندز یو شمیر اوسیدونکي وایي چې علت یې له تاجکستانه د کندز له لارې ترانزیتي لاره ده.
ټاکل شوې ده چې د پاکستان پرځای د تاجکستان له لارې افغانستان ته د بهرنیو پوځیانو لپاره اکمالات وشي . د کندز د والي مرستیال حمید اله دانش ازادۍ راډیو ته وویل:
((کندز ولایت پخوا هم د طالبانو یو غښتلی مرکز و چې د هغه تاثیر لا هم د ټولنې په مختلفو برخو کې احساسیږي، همداراز ناټو غواړي د شیرخان بندر له لارې اکمالات وکړي نو د افغانستان دښمنانو، القاعده او طالبانو پریکړه کړې ده چې د سیمې امنیت ګډوډ کړي))
د جرمني د مهمې مجلې دې ویلت د بهرنۍ تګلارې د برخې مسوول کلیمینز ویرګین په وروستیو کې کندز ته ولاړ او کندز ته څېرمه یې د جرمني پوځیانو اډه ولیده، دی وایي:
((زه د کندز په اډې کې د مطبوعاتو په څانګې کې وم، هلته ما د دوه زره نهم کال یوه لویه کلیزه ولیده، پکې هغه ورځې په شیرچایي رنګ په نښه شوې وې چې دښمن پکې بریدونه کړې دي. کله چې دغو پیښو ته له اپریله څوک ځیر شي نو د حیراني دي چې ټوله جنتري شیرچایي شوې ده، یوه ورځ ډزې شوې، بله ورځ ځان وژونکی برید شوی او بله ورځ کمین نیول شوی. دا د دښمن په بریدونو کې د ډیر زیاتوالی څرګندویي کوي))
په دوه زره دوهم میلادي کال کې چې کله د جرمني عسکر کندز ته ولاړل هغه مهال په کندز کې کراري وه، په کندز کې د جرمنیانو هرکلی وشو، دوی هلته یو لړ عمراني پروژې پیل کړې خو نن چې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي د دوی د بیارغاونې کارونه ورسره په ټپه دریدلي دي، ویرګین وایي:
((د خراب امنیتي وضعیت له امله، د جرمني د پراخیتا وزارت له کندزه خپل خلک وایستل، له دغه ولایته موسسې وایستل شوې او جرمني پوځیانو ماته وویل چې په کلیو کې ګرانه ده چې له خلکو سره اړیکي ونیول شي. ما د هغه جزءوتام له عسکرو سره ولیدل چې یوکال په کندز کې وو او په جولای کې بیرته جرمني ته راغلي وو، دوی وویل، امنیتي وضعیت سل فیصده خراب شوی دی، پخوا به دوی په عادي موټرو کې ګرځیدل، عادي جیپانو کې به کلیو ته تلل، له خلکو سره به یې خبرې کولې، معلومات به یې ترلاسه کول، له دوی سره په ارتباط کې وو او نن سبا کلیو ته یوازې په زغره وال موټرو کې سفر کیدای شي))
ویرګین زیاته کړه چې کلیوال لا هم د جرمني عسکرو هرکلی کوي خو خلک له ناټو سره د همکاري له امله بیا له وسله والو ویریږي.
په اوړي کې جرمني عسکرو د افغان پوځیانو په مرسته په چهادرې ولسوالۍ کې څو ځله عملیات وکړل او سیمه یې له مخالفو وسله والو پاکه کړه خو وروسته بیرته پکې طالبان پیدا شول، جرمنیانو او حکومتي چارواکو د دې علت د منابعو نشتوالی یاد کړ.
د کندز والي محمد عمر جرمنۍ ورځپاڼې دیر شپیګل ته وویل، د چهادرې وروستي عملیات ځکه بریالي نه و چې له پلیو پوځیانو سره د هوایي ځواکونو سمه مرسته نه کیده، عسکرو ډیر احتیاط کاوه حتی ډير ځایه له خپلو زغره وال موټرو نه راښکته کیدل.
امریکایي قوماندانان له جرمنیانو غواړي چې د طالبانو او نورو مشکوکو ترورستانو پرضد په جګړو کې پراخه برخه واخلي خو د دای ویلت مجلې خبریال ویرګین وایي چې جرمنیان له عملیاتو سره موافق نه دي او د دوی له عسکرو سره د جګړې لپاره مناسبې وسلې هم نه شته:
((د جرمني عسکرو یوه اساسي ستونزه دا ده چې له دوی سره هلکوپتر نه شته او نه غواړي چې د یو دوکلونو لپاره یې هم هلته ولري.همداراز د ځواکونو تحرک هم لکه څرنګه چې د هلکوپترو په واسطه ممکن دی، ښه نه دی. جرمني قواوې دا وړتیا نه لري او د هلکوپترو داخیستو نیت هم نه لري، روان سیاسي بهیر ته که وکتل شي نو هلکوپترو ته اړتیا شته، ځکه چې دا بهیر هم ستړی کوونکی او هم اوږد دی))
جرمني عسکر دافغانستان د حکومت چارواکي په کندز کې ملامتوي چې دوی هغه سیمې نه دې ساتلې چې جرمنیانو له مخالفانو تصفیه کړې خو حکومت وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو شمیر دومره نه دی چې سیمې وساتي. دغو بې امنیو د کندز ګڼ خلک ستړي کړې دي او ځینو خپل زامن هم طالبانو ته استولي دي څو د هغوی په ګټه جګړه وکړي.
سیمه ییز خلک دا هم وایي چې د کندز په حکومتي ادارې کې اداري فساد دی او پخوانیو جنګسالارانو جیبونه ډک کړي دي چې اوس یې بیا وسلې هم وراخیستې دي.